د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۵

محصلان په هېواد کې د زوړ تعلیمي نصاب څخه شکایت کوي


سره له دې چې په تيرو څو كلونو كې د افغانستان د لوړ زده كړو وزارت د هېواد په كچه د علمي او اكادميكو مسايلو په اړه كار كړى او وايي، چې په خصوصي او دولتي موسسو كې يې د محصلينو د جذبولو ظرفيتونه لوړ كړي دي، خو بيا هم په افغانستان كې د لوړو زده كړو د ستونزو په اړه شكايتونه موجود دي.

د افغانستان د لوړو زده كړو وزارت وايي، چې د دوى د پرله پسې هڅو په پايله كې د هېواد په دولتي پوهنتونو كې د محصلينو د جذب ظرفيت لوړ شوى دى.

همداراز د لوړو زده كړو خصوصي موسسو چارواكي هم وايي، له نړيوالو معيارونو سره سم د خپلو رسمي موادو د برابرولو لپاره يې هلې ځلې كړي دي.

خو له دې سره سره ځينې محصلين انتقاد كوي، چې په دولتي پوهنتونو كې تر ډيره له زړو درسي موادو نصاب څخه ګټه اخيستل كيږي.

د كابل پوهنتون د ساينس پوهنځي محصل محب الله، په پوهنتونونو كې له پخواني درسي سيستم څخه د ګټې اخيستنې په هكله داسې شكايت لري.

"زموږ درسي مواد ښه نه دي، ځينې داسې لکچرونه شته چې له لسو کالو هم پخواني دي او تر اوسه څه بدلون په کې نه دی راغلی، د اخذونو لپاره ځانګړي کتابونه نه لرو، چې له هغې څخه مطالعه وکړو. درسې نصاب مو ډېر زوړ دی او سم کتابتونه هم نه لرو، چې ګټه ترې واخلو."

نوموړى يوازني محصل نه دى، چې په پوهنتون كې د تعليمي نصاب له زاړه سيستم څخه د كار اخيستنې له امله شكايت كوي، بلكې ډېر شمېر نور محصلين هم په دې برخه كې شكايتونه لري.

خو د افغانستان د لوړو زده كړو چارواكي وايي، چې د هېواد په دولتي پوهنتونو كې د نوي درسي ميتود د جوړولو په برخه كې د دوى هڅې روانې دي.

د افغانستان د لوړو زده كړو وزارت وياند عبدالعظيم نور بخش ازادي راډيو ته وويل، چې د هېواد د لوړو زده كړو او نيمه لوړو زده كړو موسسو كې د دوى جذب شل فيصده لوړ شوى دى، چې د دغه وزارت د يوه ستراتيژيك پلان په پلي كېدو به يې د لوړو زده كړو په درسي مېتود او نورو مسايلو كې هم ښه والى راشي.

"د لوړو زده كړو د وزارت ستراتيژيك پلان يو جامع پلان دى، چې ځانته ليدلورى لري، چې له ۲۰۱۰ ميلادي كاله تر ۲۰۱۴ ميلادي كاله به دوام وكړي.

په دې معنی دغه شمېر محصلين چې لرو تر ۲۰۱۴ ميلادي كاله به دوه برابره شي، چې د محصلينوشمېر به ۱۱۵ زره تنو ته ورسيږي.

دغه ستراتيژيك پلان مو پراخ ليدلورى لري تر څو وكولى شو، چې د سيمې او نړى په كچه پوهنتونو سره سيالي وكړو. د ظرفيتونو د لوړولو لپاره بايد چې پانګونه وشي، تر څو تر ۲۰۱۴ ميلادي كاله پورې زموږ لسانسه ۵۰ فيصده ټيټ شي همداراز د ماسټرۍ دوره مو له ۴۰ فيصده لوړه شي او د دوكتورا دوره مو ۱۰ فيصده لوړه شي."

ښاغلى نوربخش زياتوي، چې اوس مهال له شپېتو زرو څخه ډېر محصلين د هېواد په درې ويشتو دولتي پوهنتونونو كې، يوولس زره محصلين د لوړو زده كړو په دوه ويشتو خصوصي موسسو كې او له څلور زرو څخه ډېر محصلين د اوه ويشتو هېوادونو په پوهنتونو كې په لوړو زده كړو بوخت دي.

همداراز كارپوهان وايي، چې د افغانستان د لوړو زده كړو وزارت د درسي مېتود د ښه والي په برخه كې په كافي توګه هڅې نه دي كړي او په دې برخه كې بايد چې موثر ګامونه پورته شي او يو غوره ميكانيزم ورته جوړشي.

د كابل پوهنتون يو پخوانى استاد اميرجان وحيد احمدزى وايي، چې په افغانستان كې د لوړو زده كړو په برخه كې اوس هم ګڼې ستونزې موجودې دي:

په افغانستان كې د لوړو زده كړو له خصوصي موسسو څخه هم شكايتونه كيږي. ويل كيږي په دې موسسو كې هغه رشتې چې په افغانستان كې د اهميت وړ دي، نه تدريسيږي.

خو د باختر د لوړو زده كړو د موسسې رييس عبدالطيف بيا وايي، چې د دغه موسسې درسي نظام په نړيوالو معيارونو برابر دی او هغه رشتې چې د افغانستان د بيارغونې لپاره د اهميت وړ دي، محصلينو ته ښوول كيږي.

د افغانستان د لوړو زده كړو وزارت په تېرو اتو كلونو كې په مركز او ولايتونو كې د لوړو زده كړو دوه ويشت خصوصي موسسو ته د فعاليت جواز وركړى دى، چې هدف يې ځوانانو ته د لوړو زده كړو د زمينې برابرول دي، په ځانګړې توګه هغه ځوانان، چې په دولتي پوهنتونو كې د جذب د ټيټ ظرفيت له امله بې برخليكه پاتې كيږي.

د افغانستان د لوړو زده كړو د خصوصي موسسو محصلين په دې بنسټونو كې د شته رشتو د تدريس له ميتود څخه خوښ ښكاري، خو د دغو موسسو د لوړو فيسونو په اړه شكايت كوي.

فصيح الله چې په كابل كې د لوړو زده كړو په يوه خصوصي پوهنتون كې په زده كړه بوخت دى په دې اړه داسې وايي:

"خصوصي پوهنتونونه په دې توانېدلي، چې موږ ته غوره درسي ميتود برابر كړي، او موږ يې له درسي مېتود څخه ډېر راضي يو. ښه درسونه لري خو فيسونه يې ډېر لوړ دي."

سره له دې چې د افغانستان د لوړو زده كړو وزارت د هېواد په لوړو زده كړو او نيمه لوړو زده كړو موسسو كې د جذب د ظرفيت له ډېروالي خبر وركوي خو بيا هم هر كال د كانكور له ازموينې وروسته د دولسمو ټولګيو ډير شمير فارغان بې برخليكه پاتې كيږي.

په خصوصي او دولتي پوهنتونو كې د پوره علمي كدرونو نشتوالى بله هغه ستونزه ده، چې اكثره محصلين يې په اړه شكايتونه كوي. دوى وايي په پوهنتونو كې اكثره ښوونكي ليسانس دي.

خو د لوړو زده كړو وزارت وايي، چې د لوړو زده كړو د خصوصي موسسې د دغه وزارت د مقررې له مخې اجازه نه لري چې هغه ښوونكي چې زده كړې يې له ليسانس ټيټې وي د ښوونكي په توګه وټاكي.

د دغو چارواكو په وينا د ښوونكو د ظرفيتونو د لوړولو په برخه كې هڅې روانې دي او په همدې هدف ښوونكي بهرنيو هېوادنو ته لېږل كيږي.

په افغانستان كې درې لسيزې جګړې د هېواد د نورو برخو په شان د لوړو زده كړو برخې ته هم ډېر زيان اړولى دى. ويل كيږي چې ډېر وخت ته اړتيا لري، چې د افغانستان د لوړو زده كړو نظام اصلاح شي.
XS
SM
MD
LG