د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۸:۵۶

شنبې د مارچ ۲۰مه


واشنګټن پوسټ:طالبانو د افغانستان شمال ته هم نفوذ کړی دی.
واشنګټن پوسټ:طالبانو د افغانستان شمال ته هم نفوذ کړی دی.

ګارډین او واشنګټن پوسټ نړېوالو ورځپاڼو په خپل نننیو ګڼوکې د پاکستان په اړه لیکلي، چې ولې طالب مشران افغانستان ته نه سپاري؟

ګارډین:

د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې په دې باب تبصره کړې، چې پاکستان ولې نیولي طالبان افغانستان ته نه سپاري.

د دې مقالې په یوه برخه کې لولو: د پاکستان دا کار، چې افغانستان ته د طالبانو دوهم نمبر مشر نه سپاري، د افغانستان د امنیت په اړه د پاکستان په نیتونوکې شکونه زیاتوي.

له طالبانوسره د پټو خبرو منځګړي وايي: د طالبانو دوهم نمبر مشر او عملیاتي قومندان ملابرادر، چې څه موده وړاندې په پاکستان کې ونیول شو، د افغانستان له حکومت سره په پټو خبرو کې شامل وو.

د دې ورځپاڼې له لیکنې سره سم په پاکستان کې داسې نظر شته، چې د دغه هېواد پوځي استخباراتي اداره د دې لپاره ملابرادر ونیوه، چې ده غوښتل د پاکستان له دخالت او خوښې پرته د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړې.

ورځپاڼه زیاتوي: امریکا وايي، چې ملابرادر د امریکا او پاکستان د استخباراتي مامورینو په ګډو عملیاتو کې نیول شوی، نو په داسې یو حالت کې پر پاکستان څوک تور نه شي پورې کولای، چې ملابرادر یې د افغانستان له حکومت سره د خبرو اترو د کولو په خاطر نیولی دی.

خو ګارډین وايي، یو شی څرګند دی او هغه دا چې ای، ایس، ای په طالبانو کې مهم او لوی رول لوبوي او نه غواړي، چې د دې ډلې له لوري هیڅ پرېکړه د پاکستان له مستقیمې مداخلې پرته وشي.

له بلې خوا د پاکستان دا نیت، چې حاضر نه دی ملابرادر او د طالبانو نور نیول شوي مقامات افغانستان ته وسپاري، ښايي چې پاکستان تیار نه دی، چې د افغانستان په مسایلو او د دغه هېواد د پخلاینې په پروګرامونو کې له اصلي روله تېر شي.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې، بیا په خپله وروستۍ ګڼه کې په دې باب یو مطلب خپور کړی، چې طالبانو د افغانستان شمال ته هم نفوذ کړی دی.

ورځپاڼه لیکي: د افغانستان د شمال حالات سبب شوی، چې په دې هېواد کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سټنلي مک کریسټل یو شمېر تازه دمه امریکايي عسکر د افغانستان شمالي ولایتونو ته ولېږي.

د دې امریکايي ورځپاڼې د راپور له مخې په شمال کې د طالبانو حضور تر بل هر ولایت په کندز کې زیات احساسېږي.

په دې ولایت کې طالبانو ځینې کلي نیولي او خپل قوانین یې په کې نافذ کړي دي.

دا ورځپاڼه د ځینو سیمو د اوسېدونکو له قوله لیکي، چې طالبانو له نهو کلونو وروسته، لا هم خپل افکار نه دي بدل کړي، په تېره بیا د انجونو د زده کړې او تعلیم په برخه کې.

له همدې کبله د کندز په هغو سیمو کې چې طالبانو په کې زیات نفوذ کړی، ډېرې کورنۍ چې غواړي اولادونه یې درس ولولي مجبوره شوي، چې کور او او کلۍ پرېږدي او د خپلو انجونو د تعلیم لپاره نورو سیمو ته لاړشي.

خو د دې ورځپاڼې له مخې یو شمېر نور کسان شته، چې دا یې په وس نه ده پوره، چې بل ځای ته کډه شي او بې له دې چې د خپلو لوڼو بې سوادي وزغمي بله لار ورته نه ده پاتې.
XS
SM
MD
LG