د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۹

څنګه بهر ته د افغان ځوانانو د قاچاقي تګ مخه نېول کیدای شي؟


په یونان کې یو کښتۍ چې له افغان ځوانانو بار ده او په خطرناکو لارو روانه ده
په یونان کې یو کښتۍ چې له افغان ځوانانو بار ده او په خطرناکو لارو روانه ده

بهر ته په قاچاقي توګه د افغان ځوانانو تګ يوه لويه ستونز ده، چې د افغانستان خلك او دولت ورسره د څو كلونو راهيسې مخ دي.ويل كېږي، د افغانانو بهرينو هيوادونو ته د قاچاقي تګ اساسي لامل اقتصادي ستونزي او په هېواد كې بې كاري ده.

له دې سره سره، چې افغان دولت د انسانانو د قاچاق وړونكو ډلو د كار او بار د مخنيوي لپاره د پراخو تدابيرو خبره كوي، اوس هم ډېر افغانان په ځانګړي ډول ځوانان د انساني قاچاق وړونكو له خوا تېروځي او په ناقانونه توګه بهرنيو هېوادونو ته بيول كيږي.

هغه افغانان، چې په ناقانونه توګه بهرنيو هېوادونو ته ځي، خپل هدف ته تر رسېدو پوري پر لارې د بيلابيلو ستونزو سره مخ كيږي.

ډېر يې مړه کیږي او ځيني يې هم د بهرنيو هېوادونو د پوليسو له خوا زنداني كيږي، چې له خپلې كورنۍ څخه يې د مرګ او ژوند درك هم وركېږي.

اسدالله يو له هغو ځوانانو څخه دى، چې د قاچاقي تګ پر وخت يې خورا ډېري خوارۍ ګاللي او اوس بېرته افغانستان ته راغلى، نوموړي راته د خپلو ترخو او نه هيرېدونكو خاطرو په اړه وويل:
یونان ته رسیدلي افغان ځوانان په داسې وضیعت اخته دي


”ملګرو د اروپايي هېوادونو غوړي كيسې كولې او ماته يې هم خوند راكړ او نيت مې وكړ، خو دا لاره د انساني تصور څخه ډېره لوړه ده، پر داسې لاره چې انسان ولاړ شي بيا له خپل ژوند څخه خوند نه شي اخيستلى.

موږ چې پر دغه لاره تللو جسدونه مو وليدل، چې مياشت يا شل شپې مخكي مړه شوي وو، داسې ځايونه مو هم وليدل، چې د انسانانو هډوكي وو او معلومېدل چې هلته ډېر كسان مړه شوي وو او د خلكو له خوا ورباندې ډبري اچول شوې وې.

خوراك بيخي نه شته، قاچاق كوونكي انسانان تر خاورو لاندې كوي، په ماهيانو يې خوري او ډېر نور ظلمونه هم ورسره كوي.“

ويل كېږي، چې په افغانستان كې روانې ناامنۍ، كمزورى اقتصاد او بې كاري هغه ستونزې دي، چې له امله يې افغان ځوانان بهرنيو هيوادونو ته په قاچاقي توګه د تګ لپاره زړه ښه كوي.

ځيني افغان څېړونكي په دې باور دي، چې له افغانستانه بهرنيو هېوادونو ته په قاچاقي ډول تګ او د انساني قاچاق د كاروباريانو مخنيوى تر هغو نه شي كېداى څو چې افغان دولت خلكو ته كارونه نه وي پيدا كړي.

وحيد مژده وايي:

”افغان دولت ته په كار ده، چې د ښه ژوند برابرولو لپاره تعليم او تربيې ته ډېر پام وكړي، هغه ځوانان چې له ښوونځيو فارغ كېږي بې كاره پاته نه شي او په افغانستان كې كار وكړي، كه دوى ته د كار زمينه برابره شي نو فكر نه كوم، چې دوى دې تر اروپا پورې دومره ډېر لګښتونه او خطرونه پر ځان ومني.“

د افغانستان د كار او ټولنيزو چارو وزارت چې افغانانو ته د كار زمينه برابروي، دا مني چې په هېواد كې ډېر خلك بې كاره دي او بهرنيو هېوادونو ته په قاچاقي توګه د تګ لامل هم ګرځي.
دا ځوان د یونان پولیسو په وهلو ډبولو دې حال ته رسولی


د دغه وزارت مرستيال غوث بشير وايي، بهرنيو هېوادونو له افغانستان څخه د كارګرو غوښتنه كړې او دوى پر داسې لارو كار كوي، چې افغانان د كار لپاره په رسمي توګه وليږي:

”موږ غواړو چې په رسمي توګه په بهرنيو هېوادونو كې خپلو خلكو ته د كار زمينه برابره كړو او هغه كسان چې په قاچاقي توګه بهرنيو هېوادونو ته ځي، دوى نيول كېږي او سزا به ويني.“

پر افغان دولت دا انتقاد كېږي، چې د انسان د قاچاق كوونكو د مخنيوي لپاره يې اغېزناك ګامونه نه دي اخيستي.

خو د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وايي، چې دوى په دې اړه خورا ډيرې هڅې كوي او په خپلو نوو پروګرامونو كې خلكو ته عامه پوهاوى هم وركوي، چې په قاچاقي توګه بهرنيو هېواونو ته ولاړ نه شي.

د دې وزارت وياند زمري بشري ازادي راډيو ته وويل، چې د انسانانو ۲۵ تنه قاچاق وړونكي په دې وروستيو كې نيول شوي او په دې برخه كې لاهم هڅي رواني دي.

”په دې وروستيو كې ۱۴ قضيې نيول شوي او په تور يې هم ۲۵ د انسانانو قاچاق كوونكي نيول شوي دي، په دې برخه كې يوازې پر مځكنيو پولو مبارزه نه كېږي بلكې په هيوايي ډګرونو او هغو ګاونډيو هېوادونو په پولو كې، چې اوبو ته دې مبارزه كيږي او كوښښ مو دا دى، چې په دې برخه كې عامه پوهاوى هم غښتلى كړو.“

د نا امنيو او بې كاريو له امله يوازې افغان ځوانان هېواد نه پرېږدي بلكې، د راپونو په اساس اوس يو شمېر كورنۍ په قاچاقي توګه بهر ته ان د خپلو كوچنيانو د ليږلو هڅې كوي.

د يونسف يا د كوچنيانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق په تازه راپور كې راغلي، چې په سلو كې تر ۴۰ زيات كوچنيان چې په بهرنيو هېوادونو كې پنا غواړي افغانان دي.

د يونسف د رسنيو مسوول عزيز فروتن وايي، چې د دې ستونزې د له منځ وړلو لپاره به خلكو ته د عامه پوهاوي پروګرامونه پيل كړي، چې كورنۍ خپل كوچنيان په قاچاقي توګه ونه ليږي.

”يونسف غواړي، چې په افغانستان كې د خپلو نورو همكارانو او افغان دولت سره يو ځاى داسې يو كمپاين جوړ كړي، چې هغو خلكو ته عامه پوهاى وركړي چې دوى خپل كوچنيان بهرنيو هېوادونو ته ليږي او د دوى د دې كارونو مخه ونيول شي.“

په قاچاقي توګه اروپايي او امريكايي هېوادونو ته د افغانانو تګ له ايران، پاكستان او ځينو نورو ګاونډيو هېوادونو څخه پيليږي، دوى اړ دي چې خپل هدف ته د رسيدو لپاره د څو ملكونو له پولو واوړي.
او ددې افغان ځوانانو پورته کړې لوحه خپله د دوی ستونزه بیانوي


له دوى څخه يې اكثره د بهرنيو هېوادونو د پوليسو له خوا نيول كيږي، زينداني كيږي، او د ډيرو خواريو له ګاللو وروسته بېرته افغانستان ته را ليږل كېږي.

دا چې افغان دولت په بهر كې د دارنګه نيول شوو افغانانو د برخليك په اړه څه كارونه كړي، د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند احمد ظاهر فقيري وايي:

”موږ د افغانستان د سياسي څانګو يا قونسلګريو سره يو ځاى هڅه كړې، چې په هغو هيوادونو كې چې افغانان په قاچاقي توګه ورغلي او د پوليسو په ولكه كې دي، د ډپلوماتيكو لارو مو كوښښ كړى، چې همدا هيوادونه دې ته لېواله كړو چې د نيول شوو افغانانو سره د نړيوالو منل شوو اصولو په چوكاټ كې عمل وكړي انساني كرامت او افغاني حق ته يې زيان ونه رسوي او عزت يې هم پر ځاى وي.“

كه څه هم په تيرو څو كلونو كې په افغانستان كې په بيلو برخو كې پرمختګونه شوي دي او له دولتي سكتور تر څنګ خصوصي سكتور هم وده كړې، خو بيا هم د كار د نشتوالي ستونزه په خپل ځاى پاتې ده.

اكثره كارپوهان په دې باور دي، چې په هېواد كې دننه بايد د توليدي فابريكو، كرنيزو او اقتصادي پروژو پلي كېدو ته پاملرنه وكړي تر څو زيات شمېر ځوانانو ته د كار زمينه مساعده شي او په دې توګه بهر ته په قاچاقي توګه د دوى د تګ مخه ونيول شي.
XS
SM
MD
LG