د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۱

د چین او بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرانو د ایران اتومي مساله وڅېړله


د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ میلبنډ نن سه شنبې ( د مارچ شپاړسمه) په پیکنګ کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر یانګ جیچي سره د ایران د اتومي پروګرام په اړه خبرې وکړې.

دا خبرې په داسې حال کې شوې دي چې د چین اندیښنې د ایران د اتومي پروګرام په برخه کې زیاتې شوې دي، خو په دې اړه د چین د بهرنیو چارو د وزیر شک پر خپل ځای دی چې تهران به بندیزونه له خپل عزمه راوګرځوي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر یانګ جیچي د بریتانیا له بهرنیو چارو وزیر ډیویډ میلبنډ سره په پیکنګ کې د ایران په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د ایران اتومي مساله په نړیواله سطحه یوه ډیره مطرحه مساله ده او چین اوسني حالت ته ډیره اندیښنه لري. د چین د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې ، پیکنګ غواړي دا مساله د دیپلوماتیکو هڅو له لارې هواره شي.
چین د ملګرو ملتو د امنیت شورا دایمی غړی دی نو دا حق لري چې پر ایران د لویدیځو هیوادو له لورې له بندیزونو سره مخالفت وکړي او ویټو یې کړي.

روانه اونۍ د جرمني صدراعظمې وویل، په ایران باندې د نویو بندیزونو د لګیدو وخت دی او وخت په تیریدو دی.

چین بیا له دې سره مخالفت کوي چې د ایران د تیلو پر صادراتو دې بندیز ولګول شي، د چین د بهرنیو چارو وزیر وایي، مخکې هم ما ویلې و چې بندیزونه د ایران د اتومي لانجې اساسي حل لاره نه ده، دا ستونزه باید په سوله هواره شي.

د ایران د تیلو وزیر مسعود میرکاظمي د چین د پریکړې هرکلی وکړ، ده په تهران کې خبریالانو ته وویل:
((د چین مشرانو ته مبارکي ورکوم چې ښه پریکړې کوي. دوی تر اوسه د نورو هیوادو تر اغیزې لاندې نه دې راغلې، خپلو ملي ګټو ته یې پام دی))

تیرمیلادي کال ایران دریم هیواد و چې چین ته یې ډیر خام تیل صادرول
د چین له بهرنیو چارو وزیر سره د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ میلبنډ په خبرې غونډې کې وویل، د ایران اتومي پروګرام زموږ ټولو لپاره یوه ازموینه ده او چین هم په دې برخه کې خپلې اندیښنې بیان کړې دي. میلبنډ بیا وویل، موږ مشترک اهداف لرو داسې چې ایران باید د اتومي وسلو د نه پراختیا تړون رعایت کړي:
((چین او بریتانیا د نړۍ له هغو شپږو مخکښو هیوادو دي چې د اتومي وسلو د نه پراخیتا د تړون دفاع کوي، دغه ټول هیوادونه موافق دي چې ایران باید اتومي وسلې ونه لري. موږ ټول همداراز موافق یو چې له یوې خوا له ایران سره په دې اړه خبرې وکړو او بل لور ته پر دغه هیواد فشار راولو))

ایران بیا بیا ویلې دي چې اتومي پروګرام یې د سوله ییزمقصدونو لپاره دی خو لویدیځ شک کوي چې تهران د اتومي وسلو د جوړیدو هڅې کوي.
XS
SM
MD
LG