د بګرام په زندان كې د افغان بنديانو د څارنې اوخوشې كولو مسوول جنرال محب الله د سې شنبې په ورځ په كابل كې خبريالانو ته وويل، چې په پروان ولايت كې دا زندان په نړېوالو معيارونو برابر جوړيږي اوهڅه كيږي، چې تر يوه كاله د بګرام له زندان څخه افغان بنديان نوموړي زندان ته انتقال شي.
جنرال محب الله، چې په عين حال كې د ملي اردو او ايساف يا نړېوالو ځواكونو د ۴۳۵ ګډې قول اردو مرستيال هم دى څرګنده كړه، چې په تېرو څلورو مياشتو كې د دوى په هڅه كابو سل تنه افغانان، چې له تروريستانو سره د ارتباط په تور نيول شوي وو، خوشې شوی دي.
په عين حال كې د ايساف او افغان ځواكونو د ۴۳۵ ګډې قول اردو قومندان جنرال اډميرل رابرت هارورد وويل، چې دا مهال په بګرام زندان كې د پنځه ديرش تنو بهرنيانو په ګډون كابو اته سوه تنه افغانان، چې له وسله والو طالبانو سره د لاس لرلو په تور نيول شوي بنديان دي.
خو جنرال هارورډ څرګنده كړه، چې دوى هم په دې هڅه كې دې چې ترېوه كاله پورې دغه بنديان افغان حكومت ته وسپاري:
"زموږ هدف دادى، چې د ۲۰۱۱ ميلادي كال تر جنورۍ مياشت پورې د دې تاسيساتو او زندان مسووليت افغان دولت ته وسپارو.
موږ د دې كاراو انتقال په لور په چټكۍ سره روان يو."
د افغانستان د دفاع وزارت چارواكي وايي، چې افغان دولت ته د بګرام زندان د مسووليت د سپارلو موافقه څلور كاله مخكې د افغان دولت او امريكايي چارواكو ترمنځ شوې وه، خو د دوى په خبره دا پروسه د يوه مجهز زندان د نشتوالي له امله تراوسه ځنډېدلې ده.
جنرال محب الله هغه تورونه ناسم وبلل، چې ګوندې دا مهال هم د بګرام په زندان كې چې مسووليت يې امريكايي ځواكونه لري د پخوا په څيرافغان بنديان وهل ټكول كيږي اوله هغوی سره جدي اوغيرانساني چلند كيږي، بلكه د ده په خبره اوس د بګرام په زندان كې په بنديانواصلاحي اوتاديبي پروګرامونه عملي كيږي.