د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۰۰

اتمر:په کندهار کې به د امنيت د ټينګښت لپاره یوه جرګه جوړه شي


د افغانستان د کورنيو چاور وزير محمد حنيف اتمر
د افغانستان د کورنيو چاور وزير محمد حنيف اتمر

د کورنيو چارو وزيرمحمد حنیف اتمر، چې کندهار ته د شنبې د ماښام د پېښو د څيړنې لپاره تللی وو، په پېښو کې يي د وژل شووکسانو د کورنيو د غړو سره ليده کاته وکړه.

وروسته يي په يوه خبري غونډه کې وويل، چې دوی د کندهار د امنيت د ټينګولو لپاره پلانونه لري، چې ډير ژربه يوه جرګه را وغواړي او ولسي عمليات به په لاره واچوي.

د افغانستان د کورنيو چاور وزير محمد حنيف اتمر په کندهارکې د شنبې د ماښام د خونړېو چاودنو، چې له کبله يي د يوه واده د ښځو او ماشومانو او د ښوونځيود زده کوونکو د ٧ تنو په ګډون ٨٥ تنو ته مرګ ژوبله واوښته ، چې ښاغلي اتمر له هغه ځايونو څخه ليدنه وکړه او ويي ويل:

دوی پلان لري، چې د ولسمشرحامد کرزي په لارښوونه د امنيت د ښه کولو لپاره په کندهارکې امنيتي ځواکونه تقويه اوامنیتي سرتېري هم ډير
په کندهار کې تیره ورځ ځان وژونکی برید ډیر خلک ووژل
کړي.



ښاغلي اتمرپه خبري ناسته کې کندهاري ولس ته د نوموړي پېښو په اړه د ولسمشر د خواشينې پيغام هم وړاندې کړ او وروسته يي يادونه وکړه، چې په کندهار کې به يوه جرګه جوړه شي، چې د دې سره به لمړۍ ولسي عمليات پيل شي او وروسته به د دوي د مخالفينو د ځپلو لپاره نظامي عمليات هم په لاره واچول شي.

د يادونې وړ ده، چې د تېرې شنبې په ماښام په کندهارکې پر له پسې اووه خونړۍ چاودنې وشوې، چې له کبله يي د زياتو مالي زيانونو تر څنګ پنځه اتيا تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
XS
SM
MD
LG