د نوموړي ادارې مشر محمد ياسين عثماني، چې د دوشنبې په ورځ يې ولسي جرګې ته د دې ادارې د كړنو او ستونزو په اړه معلومات وركول، د مالي امكاناتو، د دې ادارې دفترونو ته د مناسب ځای د نشتوالى او د كار كوونكو كمه تنخوا هغه مهمې ستونزې وبللې، چې د دې ادارې چارې يي له خڼد سره مخامخ كړي دي.
نوموړي وويل، د دې ادارې نوم ډير اوږد خو واك يې كم دی:
"كومې ستونزې، چې موږ يې لرو، يو ددې ادارې اوږد نوم دی، چې دې ادارې موږ ته ډيرې ستونزې جوړې كړي دي."
ښاغلي عثماني وويل، كه څه هم د فساد پر وړاندې د مبارزې د ستراتيژۍ د عملي كولو د څار عالي اداره يوكلنه شوی نه ده خو، په دې موده كې يې د اداري فساد په اړه اتيا قضيي او يوسلو شل شكايتونه څيړلي دي.
په عين وخت كې د ولسي جرګي يو شمېر غړي وايي، كه چېرې د نوموړي ادارې صلاحيتونه زيات او مجرمين مجازات نه شي نو په افغانستان كې به اداري فساد په خپل حال پاتې وي.
د ولسي جرګې غړې داود كلكاني هم ورته نظر لري:
"د پام وړ خو داده، چې موږ په افغانستان كې د سزا وركولو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ يو.
هغه كسان، چې په بډو اخیستو روږدي دي هغوي ته سزا نه ورکول کیږي او نه افغان دولت په دې توانیدلی چې هغه کسان محاکمه کړي."
اداري فساد د افغانستان په ادارو كې يوه اساسي ستونزه ګڼل كيږي، چې له امله يې نړېواله ټولنه هم كله ناكله پرافغان دولت انتقادونه کوي.
د چارو كار پوهان په دې باور دی، چې اداري فساد په افغانستان كې د پرمختګونو مخه نيولې او بايد افغان دولت د دې پدېدې په له منځه وړلوكې جدي كار وكړي.
په ځانګړي توګه ولسمشركرزی هم په دولتي ادارو كې اداري فساد يوه لويه ستونزه بللي او ژمنه يې كړې، چې د مخنيوي لپاره به يې جدي هلې ځلې وكړي.