د افغانستان د كار او ټولنيزو چارو وزارت وايي، د افغان ځوانانو لپاره په هېواد كې دننه او بهر د كار پيدا كوولو پر نوو لارو چارو كار كوي.
د كار او ټولنيزو چارو وزارت مرستيال محمد غوث بشير دا خبره د كابل په افغان كوريا روزنيز مركز كې له افغان ځوانانو څخه د ازموینې اخيستو پر وخت وكړه.
ښاغلي بشير وويل، د افغان كوريا په حرفه يي روزنيز مركز كې به د دغې ازموينې له لارې چې ۱۵۰۰ كسانو په كې برخه اخيستې څه باندې څلور سوه كسان ونيول شي.
د كار او ټولنيزو چارو وزارت به هڅه وكړي چې له فراغت وروسته دغو ځوانانو ته د كار كولو زمينه هم برابره كړي.
د دغه وزارت مرستيال بشير وويل، د كار او ټولنيزو چارو وزارت څخه ځينو بهرنيو هېوادونو په سلګونو افغان كارګران غوښتي دي چې په راتلونكې كې به يې ور معرفي كړي.
په كابل كې افغان كوريا حرفوي روزنيز مركز د تېرو څو كلونو راهيسې فعاليت كوي.
په افغانستان كې يوازې بې تعليمه كسان بې كاره نه دي بلكې د دې ترڅنګ ځينې هغه ځوانان، چې له پوهنتونونو فارغ شوي هم له بې كارۍ سر ټكوي.
كه څه هم پر دولت نیوکۍ كيږي، چې خلكو ته يي د كار موندنې په برخه كې ډير څه نه دي كړي، خو د كار او ټولنيز چارو وزارت وايي، ځوانانو ته د حرفوي زده كړه د برابرولو له لارې غواړي چې په هېواد كې د بې كارۍ ستونزه هواره كړي.
بل خوا يو شمېر كارپوهان په دې ټينګار كوي، چې دولت بايد په هېواد كې د توليدي فابريكو د جوړولو په شان د پراخو پروژو د تطبيق له لارې د بې كارۍ ستونزه له منځه يوسي.
معصوم ميوند كابل