د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۰۰

په یو راپور کې د افغانستان، پاکستان او عراق بشري وضعيت ناوړه بلل شوى


د امريکا متحدو ايالتونو پرون وويل چې د بشر حقوق په هغو هېوادونو کې تر پښو لاندې شوي، چې امريکايي پوځيان په کې د ټرويزم په وړاندې په جګړه بوخت دي. د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې ويلي دي، دغه راپور امريکا ته دا معلومات ورکوي، چې د دغو هېواودنو اقتصادي، سياسي او ډيپلوماتيکې پاليسۍ وڅېړي او هغو ته په پام سره معلومه کړي، چې امريکا ته څه کول په کار دي

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د بشر حقوقو په اړه په خپل خپاره شوي کلني راپور کې د افغانستان د تېر کال پر امنتيي وضعيت اندېښنه ښوولې، چې په تاوتريخوالي کې تر ډېره ملکيانو ته زيان رسېدلى دى.

په راپور کې سخت دريځي وسلوال تورن شوي او ويل شوي د افغانستان يو پر درېيمې برخې ته وسلواله جګړه وغزېده، دلته يې حکومتي توان کمزورى کړ، چې په دې توګه د ملکيانو ساتنه او د دولت کنټرول کمزورى شو.

په عراق کې که څه هم امريکايي پوځيان په وتلو دي، بيا هم په ٢٠٠٩م کال کې حکومت تورن شوى چې د راپورونو پر اساس خپلسري قتلونه يې کړي. په راپور کې راغلي چې په عراق کې سره له دې چې عمومي وضعيت څه پرمختګ کړى، بيا هم د بشر له حقونو څخه سرغړونې شوې دي.

په دې راپور کې د نړۍ د ١٩٤ هېوادونو وضعيت څېړل شوى، چې په اسيا، منځني ختيځ، افريقا او اروپا کې شوې سرغړونې په کې رااخيستل شوې دي.

ځينو هېوادونو دغه راپور له پامه غورځولى، دغو هېوادونو ويلي دي، امريکا بايد د بشر له حقوقو خپلو سرغړونو ته پام وکړي، چې هغه د ولسمشر بارک اوباما له خوا د ګوانتنامو د زندان تړلو د ژمنې نه عملي کېدل، د پاکستان او افغانستان په سرحدي سيمو کې د توغنديو بريدونه او په امريکا کې د مرګ د سزا دوام دى.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن په دې اړه وويل، دې راپور امريکا ته د سيمې په اړه يوه ارزونه مخې ته کښېښوده، د هغې سيمې لپاره چې امريکا په کې د بشر د حقوقو په برخه کې يو بدلون غواړي:

”دغه راپورونه چې خپاره شوي يو ريکارډ دى چې ښيي موږ په کومه مرحله کې يو او يو حقيقت زموږ مخې ته ږدي چې په روان کال کې د نورو هېوادونو له ډيپلوماتيکې، اقتصادي او ستراتيژيکې پاليسۍ موږ ته معلومات راکوي. د دې راپور هدف دا نه دى چې دغو هېوادونو ته دا ډول کومه پاليسي جوړه کړي، بلکې د امريکا خلکو ته په دې اړه مهم معلومات ورکوي“

په راپور کې ويل شوي چې د وسلوالو سخت دريځو بريدونه تېر کال زيات شول، چې تر ډېره يې ملکيان زيانمن کړل، که څه هم امريکايي قوماندانانو ته امر شوى چې بايد محتاط واوسي، بيا هم ملکي تلفات زيات وو او دې کار بېصبري او له دغو پوځيانو خوابدي زياته کړې، چې د اتو کلونو له تېرېدو وروسته هم په افغانستان کې امن نه دى ټينګ شوى.

په راپور کې د ملکي افغانانو يادونه شوې، چې تېر کال په شديد تاوتريخوالي کې ډېر ځپل شوي او افغان حکومت نه دى توانېدلى د همدغو جګړو له کبله په ليرې پرتو سيمو کې خلکو ته امن برابر کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې د عراق او چین په باب تر تفصيلي توضېحاتو وروسته د پاکستان يادونه شوې، چې تېر کال د ملکي حکومت له ځينو پرمختګونو سره- سره د زياتو خلکو د وژل کېدو، ځورونې او بې درکه کېدو راپورونه ترې ورکړل شوي دي.

په راپور کې همداراز ویل شوي چې په پاکستان کې په سلګونو ملکیان د وسله والو سخت دریځو له لوري په حملو کې وژل شوي، دغه راز د رسنيو په وړاندې هم له تاوتريخوالي استفاده شوې ده، اکثره خبريالان نيول شوي او يا هم سانسور ورباندې وضعه شوى دى.

په راپور کې د چين په اړه ويل شوي، چې د بشر حقوقو وضعيت په کې خراب دى، په خاص ډول د اقليتونو، ولسپاله حقوقپوهانو او هغو خلکو په وړاندې ستونزې موجودې وې چې د حکومت مخالفت يې کاوه.

دغه راز د چين د حکومت له خوا د اويغور او تبتيانو ځپلو ته هم اشاره شوې، چې ځينې کسان يې په اوږده بند محکوم شوي، دغه راز په چين کې تر حد د زياتو اعدامولو، د شکنجې، خپلسرو نيونو او د مرګ د سزا يادونه هم شوې ده.
XS
SM
MD
LG