دوى وايي، چې له اوږدې مودې راهيسې پاكستان د افغانستان په چاروكې لاس وهي او دې هېواد ته يې په بيلابېلو نومونو ډيرې ستونزې جوړې كړي دي.
د پكتيا او كابل دوو تنو اوسيدونكو په دې اړه خپل نظرونه داسې څرګند كړل:
"۱- که پاکستان په رښتیا وغواړي دا هرڅه ورکیږي او هر څه سمیږي، خو دا ټول ترهګر په پاکستان کې دي او هلته روزل کیږي او ځالې يې په پاکستان کې دي، ټول مظلومو او بې ګناه خلک مړه شول.
۲- د دوی خبرې باید رښتیني وي، ځکه په افغانستان او پاکستان کې ډېر بد حالت دی او د حل لار دې ومومي، څو دا خلک له ستونزه او تکلیفونو څخه خلاص شي."
د كندهار يوتن اوسيدونكى هم دغه څرګندونې په ځاى بولي او زياتوي، چې د افغانستان خلك نور د هېواد په كورنيو چارو كې د پاكستان له مداخلو څخه پوزې ته راغلي، دى غوښتنه كوي، چې ولسمشر كرزى بايد په پاكستان كې د تروريستانو د روزنې او سمبالولو د مركزونو د ويجاړولو په هكله له پاكستانيو چارواكو سره رڼې او شفافي خبرې وكړي:
"زما نوم رحمت الله دی، زه هیله لرم چې د دوی خبرې ښه نتیجه وکړي، ځکه پاکستان تروریستان روزي او ټولې ځالې یې هلته دي. د دې خبرو په ترڅ کې باید د تروریستانو ځالې له منځه لاړې شي او افغانستان ته دې نه رااستوي."
ولسمشر كرزي د چهارشنبې په مازديګر د پاكستان د جمهور رييس اصف علي زرداري په بلنه اسلام اباد ته دوه ورځنى سفر وكړ.
پاكستان ته د جمهور رييس كرزي سفر په داسې حال كې ترسره كيږي، چې افغان دولت د راتلونكې لمريز كال په پسرلي كې له وسله والو مخالفينو سره د سولې د ملي مشورتي جرګې له جوړولو څخه خبر وركړى او ويل كيږي، چې افغان دولت هڅه كوي په دې برخه كې د اسلام اباد رښتينی ملاتړ هم ترلاسه كړي.
د افغانستان د جمهور رييس د وياند مرستيال حامد علمي وويل، چې ولسمشر كرزي په دې سفر كې د پاكستان له جمهور رييس او صدراعظم سره وليدل او د پوځ د مشر په ګډون به د نوموړي هېواد له يوشمير نورو چارواكو سره د تروريزم په وړاندې د جدي مبارزې ترڅنګ د ځينو نورو مسايلو په اړه هم خبرې وكړې.
حامد علمي له اسلام اباد څخه ازادي راډيو ته وويل:
"ترټولو مهمه مساله چې په دې سفر كې مطرح شوې او يا مطرح كيږي هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ ښه اړيكي، د تروريزم په وړاندې مبارزه او له يوبل سره همكاري ده.
تيره شپه د دواړو جمهورو رييسانو ترمنځ په خبرو كې په دې ډير ټينګار وشو، چې دواړه هېوادونه له تروريزم څخه ډېر زيانمن شوي او اوس د دې وخت دى، چې د سولې د ټينګښت لپاره هڅې وشي."
پاكستان ته د جمهور رييس كرزي سفر افغانستان ته د سيمۍ او نړۍ د مهمو چارواكو له راتلو وروسته ترسره كيږي، د امريكا د دفاع وزير رابرټ ګېټس، د بريتانيې صدراعظم ګورډن براوڼ او د ايران جمهور رييس محمود احمدي نژاد په روانه اونۍ كې كابل ته راغلل او له افغانستان سره يې د خپلو هېوادو د مرستو په دوام ټينګار وكړ.
پاكستان او ايران له تيرې اوږدې مودې راهيسې د افغانستان په كورنيو چارو كې په څرګندولاس وهنو تورن دي، كه څه هم دغو دواړو هېوادونو دا ډول تورونه رد كړي خو عام افغانان او سياسي څيړونكي وايي، چې نړيواله ټولنه بايد په پاكستان او ايران ډېر فشار واچوي ترڅو افغانستان ته د ستونزو له جوړولو څخه لاس واخلي او د دې هېواد خلك پريږدي چې په ارامه ژوند وكړي.