د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۰۹

دانش:د هېواد په ټولو پوهنتونوکې به د ماسټرۍ پروګرامونه پیل شي


محمد سرور دانش د لوړو زده كړو سرپرست وزير
محمد سرور دانش د لوړو زده كړو سرپرست وزير

د افغانستان د لوړو زده كړو وزارت په پام كې لري، چې د هېواد په ټولو پوهنتونونوكې د ماسټړۍ پروګرامونه پيل كړي.د لوړو زده كړو سرپرست وزير محمد سرور دانش دغه څرګندونې د ښوونې او روزنې پوهنتون نولسو محصلينو ته د ماسټرۍ د ډيپلوم د وركولو په غونډه كې وكړې.

د افغانستان د لوړو زده كړو سرپرست وزير محمد سرور دانش، چې د چهارشنبې په ورځ په كابل كې د ښوونې او روزنې پوهنتون نولسو محصلينو ته د ماسټرۍ د زده كړې سندونه وركول وويل، په افغانستان كې د ښوونې او روزنې د پراختيا لپاره بايد د هېواد په ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونو كې د ماسټرۍ پروګرامونه پيل شي.

سرور دانش وويل، اوس مهال د افغانستان د پوهنتونونو ديرش فيصده استادان د ماسټرۍ زده كړې لري او په راتلونكو پنځو كلونو كې بايد دغه شمېره شپيته فيصدو ته لوړه شي:
دانش د ښوونې او روزنې پوهنتون نولسو محصلينو ته د ماسټرۍ د زده كړې سندونه وركول


"په راتلونكو پنځو كلونو كې د محصلينو شمېر دوه برابره كيږي، له همدې امله بايد د استادانو شمېر هم دوه برابره شي.

نو ددۍ لپاره موږ وړاندوينه كړې، چې بايد زر تنه استادان تر ماسټرۍ پورې زده كړې ولري.

اوس مهال ديرش فيصده استادان مو د ماسټری زده كړې لري دا ديرش فصيده بايد دوه برابره شي.او دا پروګرام باید زموږ ټولو پوهنتونو ته وغځيږي."

ښاغلي دانش د امريكا د انديانا او ماسه چوست له پوهنتونو څخه خوښي څرګنده كړه، چې د كابل د ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته يي د ماستړۍ په برخه كې روزنه وركړې ده.

نوموړي وويل، د ماستړۍ دغه پروګرام د تېرو دوو كلونو را هيسي د امريكا متحده ايالتونو د پرمختيايي ادارې په مرسته په كابل كې پيل شوی دی.

د لوړو زده كړو سرپرست وزير وويل، دوي هڅه كوي د افغانستان د پوهنتونو تعليمي نصاب د اوسنيو اړتياوو په پام كې نيولو سره جوړ او پلي كړي.

په كابل كې د امريكا سفير كارل ايكن بيري ژمنه وكړه، چې هېواد به يي د افغانستان د لوړو زده كړو د كيفيت په ښه كولو كې خپلې مرستې ونه سپموي.

ښاغلي بيري په دې غونډه كې د خپلو مرستو پر دوام د ټينګار ترڅنګ وويل، دوي به د لوړو زده كړو په نورو برخو كې هم د ماسټرۍ له پروګرامونو سره مرسته وكړي:

"د امريكا متحده ايالتونه به د افغان دولت په مرسته په دې هېواد كې د ښوونې او روزنې په برخه كې به د پام وړبدلون راولي.

خو دا پروګرامونه به يواځې په ښوونه او روزنه كې په بدلون باندې محدود نه وي.
په کابل کې د امریکا سفیر کارل ایکن بیري


د امريكي متحده ايالتونود افغانستان د لوړو زده كړو وزارت سره په ګډه هڅه كوي، چې د ماسټرۍ په برخه بل پروګرام هم پيل كړي دغه پروګرام به دعامې روغتيا او د ادارې په برخه کې پيل كړي، ترڅو وشو كړای چې د ښوونې او روزنې په نورو برخوكې لا زيات كار وشي."

اوس مهال د كابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د ماسټرۍ په دوهمه دوره كې ۴۴تنه محصلين شامل دي، چې دوه كاله وروسته به فارغ شي.

په تېرو څو كلونو د افغانستان په مركز كابل او نورو ولايتونو كې ډير شمېردولتي او خصوصي پوهنتونونو په فعاليت پيل كړى دى، خو يو شمېر محصلين په دغو پوهنتونو كې د درسي نصاب د كيفيت د ټيټوالي په اړه شكايتونه كوي.

بل خوا د افغانستان د لوړو زده كړو وزارت وايي، په دې برخه كې پرمختګ شوى دى او د يو شمېر پوهنتونو درسي نصابونه يي نوي دي.
XS
SM
MD
LG