د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۱۲

بشري:د تورو ښېښو لرونکیو موټرو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوو


په كابل ښار كې د تورو ښيښو د موټرو په ګرځېدو بنديز لګول شوی
په كابل ښار كې د تورو ښيښو د موټرو په ګرځېدو بنديز لګول شوی
د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري د سې شنبې په ورځ په كابل كې خبريالانو ته وويل، چې دا پرېكړه د امنيت شورا او ولسمشر له خوا شوې ده.

ښاغلي بشري وويل، د افغانستان د امنيت شورا دا پريكړه د امنيت د لاټينګولو په هدف كړې:
ښاغلي بشري وویل پوليسو ته دا نه معلوميدله، چې د تورو ښيښو د موټرو په منځ كې څوك ناست دي


"پوليسو ته دا نه معلوميدله، چې د تورو ښيښو د موټرو په منځ كې څوك ناست دی، تر څنګ يي نورې ډيرې مهمې خبرې هم وې نو ځكه امنيت شورا دا پرېكړه وكړه، چې په راتلوونكي كې امنيت لا ټينګ او د ډاډ وړشي."

كه څه هم ښاغلي بشري په دې اړه نور جزيات ورنه كړل، خو نا تاييد شوي راپورونه وايي، وسلوالو مخالفينو په كابل ښار كې په تېرو څو ځان وژونكو بریدو كې د تورو ښيښو موټرو څخه ګټه اخيستې وه.

د كورنيو چارو وزارت وياند همدا راز وويل، چې نور به په كابل بې پليټه موټرو ته هم اجازه نه وي او د زرهوي موټرو د تګ راتګ لپاره به هم يوه طرحه جوړه شي تر څو ناوړه ګټه ترينه وانه خيستل شي.

بشري وويل، په راتلونكې كې به په نورو ولايتونو كې هم ورته اقدامات وشي.

تر غونډې وروسته پوليسو د كورنيو چارو د وزير محمد حنیف اتمر د موټرو تورې هندارې هم سپينې كړې.

د سياسي او پوځي چارو كار پوهان كه له يوې خوا دې پرېكړې ته خوښ ښكاري له بل لوري وايي، چې د امنيت د لا ټينګولو لپاره بايد له دې سربيره نور اقدامات هم وشي.

د پوځي چارو كار پوه امرالله امان په دې اړه وايي:

"زه په دې پرېكړه ډېرباوري نه يم، د كابل ښارعمومي څلور دروازې لري هلته د ملي امنيت كسان، پوليس او د ملي اردو سرتېري تلاشي كوي، خو دا پېښې چې په كابل كې وشوې دا څنګه كابل ته راغلل.

زه د خپل مسلك له مخې افغان دولت ته وايم، چې بايد استخباراتي ادارې ډيرې پياوړي كړي او جدي ګامونه واخلي."

افغان حكومت په داسې وخت كې په كابل ښار كې د تورو ښيښو د موټرو په ګرځېدو بنديز لګوي، چې وسلوالو مخالفينو په تېرې يوې مياشتې كې د دغه ښار په مهمو ځايونو كې بريدونه وكړل.

تر دې بريدونو وروسته افغان چارواكو په كابل ښار كې تلاشي هم سخته كړې ده او وايي، د امنيت د لا ټينګولو لپاره به لا ډير اقدامات وكړي.

معصوم ميوند - كابل
XS
SM
MD
LG