د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۰۰

بریتانیا به د افغانستان سره ۲۸میلیونه پونډه مرسته کوي


د انګلستان د دفاع وزير باب انسورټ
د انګلستان د دفاع وزير باب انسورټ

د انګلستان د دفاع وزير باب انسورټ او د همدې هېواد د نړېوالې پراختيا د چارو وزير ډوګلاس الګزاندر د سې شنبې په ورځ هلمند ته په سفر راغلل او د هلمند د ټولو دولتي كسانو سره يي تر ليدو وروسته د هلمند د والي محمد ګلا ب منګل سره په يوه ګډه خبري غونډه كې ګډون وكړ.

د بربتانيا د نړېوالې پراختيايي څانګې وزير ډوګلاس الګزاندر وويل، دواړه وزيران نن ځكه هلمند ته راغلي يوو، چې د مشترك په نوم د عملياتو د بريا جاج واخلو.

ډوګلاس وويل، د دې عملياتو په مخ كې افغان ځواكونه ول او زموږ له پاره ښه خبره هم دا وه، چې افغان ځواكونو خپله د دومره لوېو عملياتو مشري په غاړه واخیسته.

ډوګلاس وايي:

((لومړي باید ساحه وساتو او زمونږ له پاره تر ټولو ستره ننګونه هلته د خلکو لپاره د كار پيداكول، د ښوونځيو خلاصول او د كارو بار د زمينې د برابرولو چارې دي، چې بايد د افغان دولت او سيمه ايزي اداري له لوري پرمخ يوړل شي.

خو زه نن دا اعلانوم، چې د بریتانيا د هېواد د پراختيايي څانګې له لوري به ۲۸ميليونه پونډه د هلمند په ډيرو مهمو ولسواليو په خاص ډول په مارجه كې ولګول شي، چې خلکو ته د وړو قرضونو د وركړې تر څنګ د هغوي كرنه ښه كړو او د دايمي كار زمينې برابرې كړو.))

ډوګلاس ژمنه وكړه، چې هېواد يې د هلمند په ټولو هغو سیمو كې د بيارغونې د كارونو مرسته كوي، چې تازه له جنګ نه خلاصيږي او د دولت تر تسلط لاندې راځي.

د هلمند والي محمد ګلاب منګل هم د انګلستان له دواړو وزيرانو نه مننه وكړه او د دوي كارونه يې څه د بيارغونې او څه د امنيت په برخه كې وستايل.

هغه وويل، د هلمند د بيارغونې ترڅنګ د بریتانیې زرګونه سرتېري د هلمند د امنيت په خاطر دنده ترسره كوي او د مشترك په عملياتو كې د دوي د سرتېرو لاسته راوړنې د ستايلو وړدي.

د برتانيا د دفاع وزير باب انسورت هم په دې خبري ناسته كې وويل، د دوی سرتېري د مشتر ك په عملياتو كې ښه لاسته راوړنې لري او هېواد يي په ټول هلمند كې هغه سيمي ودانوي، چې د طالبانو له لاسه وځي او امنيت په كې ټینګيږي.

خو د هلمند خلک په ډيرو برخو كې د بریتانيا د هېواد له مرستو راضي نه دي،دوی وايي د بریتانيا د وزيرانو ژمنې ډيرې شوي دي، خو عملي كارونه يي نه ترسترګو كيږي.

د لښكرګاه يو تن اوسيدونكي سيد جان وايي، د بریتانيا د بيارغونې كارونه كم دي او په امنيت كې د دوی سرتېري پاتې راغلي دي، دى وايي، چېرې چې بریتانوي سرتېري دي هلته امنيت نشته.

د هلمند يو شمېر اوسيدونكي بيا د دا ډول لوړ پوړو كسانو راتګ هلمند ته بې اثره نه بولي دوي وايي، كه چېرې په ریښتني ډول كار وشي هلمند هم اباديږي او هم يي د امنيت سيمي زياتيږي.

په هرحال په دې وروستيو كې هلمند ته د نړېوالې ټولنې ترڅنګ ډيرلوړ پوړي افغان مسئولينو هم مخه كړې ده ،چې اداري سيستم ورغوي او د خلکو زړونه بيرته په لاس راوړي.

د بریتانيا د نړېوالې پراختيا څانګې وزيري ډوګلاس الګزانډر ويلي دي، دوي به په مارجه كې نږدې ۲۰۰۰ولسي وګړو ته د كار زمينه برابره كړي او ديرش زره بزګرو ته به د منظم ابياري د سيسټم ترڅنګ د ښو حاصلاتو او كرهڼو په برخه كې مرسته وكړي.

ډوګلاس وايي:

((د دوي هېواد به په هلمند كې ديرش زره كورنيو ته د وړو قرضونو د وركړې پروسه پيل كړي او له مرسته شوو ۲۸ميليونه پونډو څخه به د اوبو د منظم سيسټم، د ظرفيت ارتقا او نور ګڼو ملكي برخو كې كار واخلي.))

د هلمند د والي په دې خبري غونډه كې د بریتانيا له هېواد نه مننه وكړه، چې د امنيت په ټینګښت او بيارغونه كې يي خپل وس نه دی سپمولی.

د بریتانيا د دفاع وزير باب انسورټ ويلي دي، چې څومره افغان دولت امنيت پراخه كوي هومره د دوي مرسته او انكشافي كارونه پراختيا مومي.

هغه د مارجي عمليات ښه وارزول او د دې عملياتو مشري يي د افغان ځواكونو له پاره يوه ستره بريا وبلله.
XS
SM
MD
LG