د بروکینګز په انستیوت کې د منځني ختیځ د چارو کار پوه په خپله مقاله کې وايي : یو کال مخکې د پاکستان لوړ پوړو چارواکو د امریکايي چارواکو سره په ملاقاتونو کې پر دې ټینګار کاوه چې د افغان طالبانو یو مشر هم په پاکستان کې نه شته .
کله چې به له دوی څخه د کوټې د شورا په اړه چې په افغانستان کې د طالبانو د فعالیتونو مشري کوي پوښتنه وشوه نو دوی به د داسې یوې شورا له موجودیت څخه هم انکار کاوه .
کله به چې ترې پوښتنه کېده چې د د بارک اوباما د هغو سلا مشورو پر مهال چې د افغانستان د ستراتېژۍ په اړه یې له خپلو سیاسي او پوځي سلاکارانو سره کولې د افغان طالبانو مشرانو هم د پاکستان په خاوره کې په خپلو کې ملاقاتونه کول ، نو پاکستاني چارواکو دا هم نه منله .
خو په دې ورستیو کې یې چې په ناڅاپي ډول د کوټې دشورا مشر او له ملا عمر څخه وروسته د طالبانو دویم مهم کس ملا برادر په کوټه کې ونیوه ، نو ډېر څارونکي یې حیران کړل .
له دې وروسته د افغان طالبانو لس تنه نور مهم مشران هم د پاکستاني استخباراتي ادارو له خوا ونیول شول ، دا په دې معني چې نور نو د طالب مشرانو لپاره د پټیدو اته کلن خوندی ځای ( پاکستان) د وی ته د پخوا په شان خوندی نه دی .
د بروکینګز انستیوت څېړونکی بروس ریډل په خپله لیکنه کې زیاتوي :
په دې اړه چې ولې پاکستان په خپل سیاست کې ناڅاپي بدلون راوست ډېرې پوښتنې شته . یو نظر دا دی چې د پاکستان پوځ په ځانګړې توګه ددې هېواد پوځي استخباراتي اداره دې نتېجې ته رسیدلې چې طالبان پاکستان ته ډېر نېږدې او ډېر خطرناک دي .
د پاکستان پوځ تېر کال د خپلو روزلو طالبانو پر ضد په خپل هېواد کې پوځي عملیات پیل کړل . دا عملیات له زیانونو پرته نه ول او د پاکستان د پوځ پر اډو او نورو مهمو ځایونو کې بمي او ځان وژونکي چاودنې ورسره ملګرې وې .
د پاکستان یوې تحقیقاتي ادارې اټکل کړی چې تېر کال په دې ناکراریو کې ۲۵ زره کسان وژل شوي چې د پاکستان په ۶۲ کلن تاریخ کې یې ساری نه دی لیدل شوی .
د مقالې لېکوال ته د پاکستان د پوځ یو مهم جنرال ویلي ، دده په نظر د پاکستاني او افغان طالبانو تر منځ توپیر نه شته او دواړه ډلې د پاکستان دښمنان دي .
د بروس ريډل په باور دا معلومه نه ده چې ایا د پاکستان د پوځ نور جنرالان هم په همدې باور دی او که نه ؟ خو ددې جنرال څرګندونې کیدای شي په پاکستان کې د افغان طالبانو پر ضد د عملیاتو ساده بیان وي .
نور څېړونکي په دې باور دي چې پاکستان غواړي د افغانستان د کړکیچ په سیاسي هواري کې د یو مهم لوبغاړي په توګه ځان راڅرګند کړي ، هغه بهیر چې د چارشنبې په ورځ به یې ولسمشر حامد کرزي پاکستان ته د څپل سفر په ترڅ کې ددې هېواد له چارواکو سره وڅیړي .
بروس ریډل وايي رېښتیا دادي چې د پاکستان په سیاست کې د وروستي بدلون په رېښتیني انګیزه هېڅوک نه پوهېږي . د ۱۹۹۴ عیسوي کال راهېسې طالبان په افغانستان کې د پاکستان له مهو سیاسي سرمایه ګزاریو څخه ګڼل کېدل او د دوی پر ضد د پاکستان په اوسني فعالیت کې هم کیدای شي زر بدلون راشي .
له بلې خوا د پاکستان د حکومت دا حرکت محدو دی او د لشکر طیبه په شان د یو شمیر نور بنسټپالو ډلو پر ضد نه دی .
لېکوال وايي راځۍ داسې و انګیرو چې د افغان طالبانو پرضد د پاکستان وروستي ګامونه رېښتیني انګیزې لري او نور د ډیورنډ پورې غاړه د افغان طالبانو لپاره خوندی ځای نه شته ، نو په داسې حالت کې به د افغانستان په اړه د ولسمشر بارک اوباما د ستراتېژۍ راتلونکې روښانه شي .
لېکوال زیاتوي دا بېخي څرګنده ده ، څو چې افغان طالبان د ډیورنډ له کرښې پورې غاړه د پاکستان په خاوره کې د پټیدو خوندي ځایونه ولري نو په افغانستان کې میشت د ناټوځواکونه ارامه ساه نه شي اخیستلی ، خو که پاکستان خپلې پولې کنترول کړي او طالبانو د پولې له اغاړه پټنځایونو څخه وباسي په افغانستان کې به د ناټو د ځواکونو کار اسانه شي .
بله موضوع دا ده چې د طالبانو ډېر مشران د کراچۍ په ښار کې نېول شوي دي ، د ډیلي بیست خپرونې څو اونۍ مخکې خبر ورکړی و چې ملا عمر خپل مرکز له کوټې څخه کراچۍ ته انتقال کړی دی .
دا ساحلي ښار د تروریستانو د پټیدو اوږد تاریخ لري او اوس هم د القاعده او لشکر طیبه پر ضد مبارزه کې د پام وړ مرکز دی .