د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۱

سې شنبې د کب ۱۸مه


ملي ارمان ورځپاڼې د رابرټ ګيټس دا خبره راخيستې، چې طالبان تر سخت فشار لاندې دي.
ملي ارمان ورځپاڼې د رابرټ ګيټس دا خبره راخيستې، چې طالبان تر سخت فشار لاندې دي.

په کابل کې نننیو ورځپاڼو افغانستان ته د بېلابېلو هېوادونو د دفاعي او پوځي چارواکو د سفرونو په اړه مقالې او لیکنې خپرې کړي احمد زبیر ژمن ورته کتنه کړې :

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرليك كې د امريكا د دفاع د وزير له قوله ليكلي دي، په افغانستان كې د امريكا نوې ستراتيژۍ برياوې لري خو سختې ورځې هم په مخ كې دي.

ورځپاڼې د رابرټ ګيټس دا خبره هم راخيستې، چې طالبان تر سخت فشار لاندې دي. ورځپاڼې په يوه بل مطلب كې د ناټو د عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن دا خبره راخيستې چې په افغانستان كې برياليتوب د ټولې نړۍ لپاره حياتي ارزښت لري.

ملي ارمان همدا راز د جمهوري رياست په تېرو انتخاباتو كې د ملي جبهې د كانديد ډاكتر عبدالله عبدالله له قوله ليكلي دي، چې د انتخاباتو په كميسيون كې له اصلاحاتو پرته به د ولسي جرګې راتلونكي انتخابات شفاف ونه اوسي.

ویسا:

ويسا ورځپاڼې د امريكا د دفاع د وزير هغه خبره راخيستې چې وايي، په افغانستان كې د نړېوالو ځواكونو له خوا د ملكي تلفاتو په اړه تېروتنې مني.

ويسا همدا راز په يوه بل مطلب كې په افغانستان كې د امريكايي او ناټو ځواكونو د عمومي قومندان دا خبره راخيستې ده، چې په افغانستان د بهرنيو ځواكونو لا ډيرېدو ته اړتيا نشته.

ورځپاڼې د پوهنې د وزير او د سولې د ملي مشورتي جرګې د تخنيكي مشر غلام فاروق وردګ له قوله خبر وركړى ، چې د سولې مشورتي جرګه به په راتلونكې ثور مياشت كې جوړه شي.

ورځپاڼه زياتوي، د دې جرګې هدف د مذاكراتو لپاره د يوه داسې ميكانيزم جوړول دي چې وسلوالو مخالفين پرې راضي شي.

سرنوشت:

د كابل چاپ يوې بلې ورځپاڼې سرنوشت ليكلي دي، ناټو له اسلامي هېوادونو غوښتي چې افغانستان ته عسكر وليږي.

سرنوشت د افغانستان د سيمه اېزو مطالعاتو د مركز د هغې غونډې په اړه مطلب ليكلى، چې په ترڅ كې يي د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكا د ځانګړي استازي ريچرډ هالبروك وروستي څرګندونې غندل شوي دي.

ورځپاڼې د كارپوهانو له قوله د هغه دا خبره، چې په هرې پښتنې كورنۍ كې يو كس له وسلوالو طالبانو سره دى، بې اساسه بللي او ليكلي يي دي، هولبروك غواړي چې ټول پښتون قوم په جګړه كې راښكيل كړي.

د سرنوشت سرمقاله هم (د امريكا استازى د امريكا پر خلاف) تر سرليك لاندې په همدې اړه ده او د دغه هېواد دفاع د وزير د هغې خبرې يادونه يې په كې كړې، چې وايي، له هغه څه سره موافق نه دي چې هولبروك ويلي.

هېواد او انیس:

هېواد او انيس ورځپاڼو هم د افغنستان او سيمې په روانو حالاتو بېلابېل مطالب خپاره كړي دي.

انيس په خپلې سرمقالې كې د افغانستان كې د تاوتريخوالي په راكمولو كې د اسلامي هېوادونو رول مهم بللى دى او ليكلي يي دي، په دې برخه كې بايد كلونه مخكې له اسلامي هېوادونو مرسته غوښتل شوي وه.

انيس ورځپاڼې بيا د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكا د ځانګړي استازي د وروستيو څرګندونو په ځواب كې ليكلي، افغانان نه ترهګر دي او نه هم بنسټ پالي.

اصلاح:

اصلاح ورځپاڼې په يوه مطلب كې د هلمند د مارجې ولسوالۍ د خلكو د ستونزو په اړه اندېښنه ښودلې او ليكلي يي دي، د مارجې د جګړه ځپلي ولس په ټپونو بايد پټۍ ولګول شي.

ورځپاڼه زياتوي، په مارجې كې بايد ژر تر ژره د پوهنې، روغتيا او كرنې په برخو كې پراختيايي پروژې پيل شي.

افغان جرګه:

افغان جرګه ورځپانې د خپل لومړي مخ په يوه مطلب كې د جرمني د دفاع د وزير څرګندونې راخيستي، چې وايي، له افغانستان څخه د جرمني ځواكونو وتل بايد په پرله پسې توګه ونه ځنډول شي.

ورځپاڼه زياتوي، ښاغلي ګوتنبرګ له يوې جرمنۍ ورځپاڼې سره په مركې كې ويلي، افغان ځواكونو ته د امنيتي مسئوليتونو د سپارلو په برخه كې بايد غوڅ پرمختګ وشي.

ورځپاڼې همدا راز په اسلام كې د ښځو د حقونو په اړه يو مطلب خپور كړى او ليكلي يي دي، په افغانستان كې بايد د ښځو حقوقو ته بشپړ درناوى وشي.
XS
SM
MD
LG