د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۳۴

د بریتانیا د دفاع وزیر د مارجې د علیماتو د ارزونې لپاره کابل ته راغلی


د بريتانيا د دفاع وزير باب انسورټ د هلمند ولایت د مشترک په نامه عملیات بریالي وبلل.
د بريتانيا د دفاع وزير باب انسورټ د هلمند ولایت د مشترک په نامه عملیات بریالي وبلل.

د بريتانيا د دفاع وزير، چې له افغان چارواكو سره د ليدلو په هدف كابل ته تللى نن يې له خبريالانو سره په څرګندونو كې په هلمند كې روان پوځي عمليات بريالي بللي دي. باب اينسورټ وويل، چې هلمند ته به هم سفر وكړي او د خپلو عسكرو سرله له ليدنې سربيره به په مارجه كې د وروستيو عملياتو جاج هم واخلي.

په داسې حال كې، چې د هلمند په مارجې او شاوخوا سيمو كې يې د افغان او بهرنيو ځواكونو تصفوي عمليات دوام لري، د بريتانيا د دفاع وزير د دغو عملياتو د ارزونې په هدف افغانستان ته راغلى.

باب انسورټ په كابل كې خبريالانو ته وويل، چې نوموړى به هلمند ته هم سفر وكړي او هلته به د خپل هېواد له عسكرو سره وګوري.

هغه په مارجه كې د مشترك په نوم د افغان او بهرنيو ځواكونو ګډ عمليات بريالي وبلل.

هغه په دې اړه کابل کې افغان خبریالانو سره په خبرو کې وویل:

"زما د سفر له مهمو اهدافو څخه يو هم د مشترك عملياتو ارزونه ده، زما په فكر دا عمليات تراوسه پورې ډير ښه روان دي او زه غواړم چې په دې مناسبت خپلو خلكو او ستاسو خلكو ته مباركي ووايم، په تيرو څو اوونيو كې په دې عملياتو كې د افغان ملي اردو رول ډير مهم و."

هغه زياته كړه، د خپل سفر په بهير كې به په هلمند ولايت كې د هغو پروژو د پرمختګ څيړنه هم وكړي، چې پخوا يې د پلې كېدو ژمنې شوې وې.

د يوې پوښتنې په ځواب كې د بريتانيا د دفاع وزير وويل، بريتانوي ځواكونه به تر هغو په هلمند كې وي تر څو چې افغان ځواكونه په خپلو پښو نه وي دريدلي.

انسورټ وويل، په هلمند كې به د پوليسو د بريتانوي روزونكو شمير هم زيات شي:

"موږ له مخكې نه په هلمند كې د پوليسو د روزونكو څو ټيمونه لرو. موږ هڅه كوو چې د پوليسو د روزونكو شمېر يو څه ورزيات كړو خو دا ټول څه موږ يوازې نه شو كولاى، موږ په دې برخه كې خپلو متحدينو ته هم اړتيا لرو."

انسورټ وويل، افغانستان ته د ده د سفر يو هدف دا هم دى، چې پوه شي په هغو كسانو څومره فشار راغلى چې پخوا يې له قدرت نه ناوړه ګټه اخيسلې وه.

هغه په دې برخه كې افغان پوليس ته اشاره وكړه او ويې ويل، پخوا يې ډيرې ستونزې درلودلې.

ټاكل شوې چې د بريتانيا د دفاع وزير له خپل افغان سيال عبدالرحيم وردګ سره هم وګوري.

له امريكا وروسته بريتانيا دويم هېواد دى، چې په افغانستان كې ډير عسكر لري او له افغان دولت سره په بيارغونې كې مالي مرسته هم كوي.
XS
SM
MD
LG