د افغانستان د مخدرو موادو پرضد د مبارزي وزارت وايي، دوى پلان لري، چې سږكال د هېواد په ډېرو ولايتونو كې د كوكنارو د كښت مخه ونيسي.
د دى وزارت وياند زلمي افضلي د دوشنبې په ورځ په كابل كې خبريالانو ته وويل، چې اوسمهال د هيواد شل ولايتونه د كوكنارو له كښت څخه پاك دي او غواړي، چې د نوي پلان له مخې د هيواد يوشمېر نور ولايتونه هم له دې بوټي پاك كړي.
زلمي افضلي وويل، نوى پلان يې له واليانو سره شريك كړي ترڅو په دې برخه كې د خلكو، قومي مشرانو او روحانيونو همكارى هم جلب كړي:
"اوسمهال د كوكنارو د كښت د مخنيوي كمپاين پيل دى، زموږ سروى روانې دي، په ځانګړي توګه د هلمند، فراه، كندهار، ارزګان، ننګرهار او نيمروز په ولايتونو كې. غواړو د دولت د نورو ارګانونو او په تېره د امنيتي ارګانونو په مرسته په دې ولايتونو كې د كوكنارو د كښت د مخنيوي تدابير ګړندي كړو."
دا وزارت وايي، داسى اندېښنه پيدا شوې ده، چې په درې شمالي ولايتونو (فارياب، سرپل او بغلان) كې د كوكنارو د مخنيوي لاسته راړونې بېرته له لاسه ووځى.
ښاغلي افضلي وويل، د دې اندېښنې وركولو ته دولت د واليانو او قومي مشرانو سره په ګډه يو لړ ځانګړي معقول تدابير نيولي دي.
سربېره پردې ويل كيږي، چې د ناامنيو له امله د هېواد په جنوبي ولايتونو او په تيره په هلمند كې د نورو ولايتونو په نسبت د كوكنارو كر زيات دى.
د نشه يي توکو د وزارت ویاند زلمي افضلي د جنوبي ولايتونو په هكله د دوى تدابير داسې په ګوته كړل:
"دهلمند دولايت د ناوې، ګرمسېر، نهرسراج او لوى باغ په ولسواليو كې د كوكنارو د كښت د مخنيوي كمپاين پيل شوى دى.
په دې لاره كې لومړى سروې ته ضرورت دى او د ملګرو ملتو د سازمان مربوطه څانګه موږ سره همكاره ده."
سره له دې چې دا وزارت د كوكنارو د كښت د مخنيوي خبرې كوي، خو اوس هم ويل كيږي، چې افغانستان د نړى د هغو هېوادونو په ډله كې شمېرل كيږي، چې ډېر كوكنار كري او ډېر نشه توکي توليدوي.
خو دا وزارت وايي، اوسمهال د هېواد شل ولايتونو د كوكنارو له بوټي پاك شوي او غواړي چې سږكال دا شميره پنځه ويشتو ولايتونو ته وخيژى.
راپور: خان محمد (سيند)