د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۰۶

مخابراتو وزارت لرې پرتو سیمو ته مخابراتي خدمات رسوي


ښاغلی حسام وايي، د شلو لومړيو ولسواليو څخه نن، په څلورو ولسواليو كې مخابراتي شبكي فعالي شوي
ښاغلی حسام وايي، د شلو لومړيو ولسواليو څخه نن، په څلورو ولسواليو كې مخابراتي شبكي فعالي شوي

د دى وزارت چارواكو د دوشنبې په ورځ خبر وركړ، چې د ډايكندي، بدخشان او نورستان د ولايتونو په يوشمېر لري ولسواليو كې يې مخابراتي شبكې فعالې كړي او اوس د دې سيمو په لسګونو اوسېدونكي كولى شي، چې موبايل تلفونونه وكاروي.

د افغانستان د مخابراتو وزارت وايي، غواړي، چې د يوه ترتيب شوي او كره پلان له مخې د هيواد د ټولو ولايتونو لرې پرتو ولسواليو او سيمو ته مخابراتي خدمات ورسوي.

د دى وزارت مـسوولين وايي، چې په دې هكله د افغان بيسيم له مخابراتي شركت سره يولړ تړونونه لاسليك شوي دي، چې اوسمهال يې وكړاى شول، په پنځو لرې پرتو ولسواليو كې مخابراتي شبكي فعالې كړي.

د مخابراتو وزارت مرستيال انجينير بريالي حسام د دوشنبى په ورځ په كابل كې خبريالانو ته وويل، چې سرله ننه به د دې ولسواليو څه باندې پنځه ويشت زره اوسيدونكي موبايل تلفونونه و كارولي شي .

"د شلو لومړيو ولسواليو څخه نن، په څلورو ولسواليو كې مخابراتي شبكي فعالي شوي، چې د ډايكندى په ولايت كې د ګيتي، اشترلي او خدير ولسوالیو او د نورستان په ولايت كې د وامه ولسوالۍ او همدارنګه د بدخشان په ولايت كې د يمګان ولسوالۍ دي."

د مخابراتو د وزارت چارواكي وايي، چې د هغه تړون له مخې چې د افغان بيسيم له شركت سره شوى دى، دوي به د هېواد د لسو ولايتونو (ډايكندي، بدخشان، نورستان، زابل، پكتيا، پكتيكا، كو نړ او ارزګان) په څلوېښتو ولسواليو كې خلكو ته مخابراتي خدمات ورسوي.

مـسوولينو وويل، په دې پروژه به څه باندې پنځه ميليونه امريكايي ډالره ولګيږي.

ښاغلي حسام وويل، لرې پرتو سيمو ته د مخابراتي خدماتو د رسولو لړۍ د پرمختګ په حال كې ده:

"په مجموع كې شپېته ولسوالۍ دي، چې تراوسه ورته مخابراتي خدمات نه دي رسيدلي، موږ هيله مند يو، چې د هيواد ټولو ليرې پرتو سيمو ته په يوه كال كې مخابراتي خدمات ورسوو او دا هغه سيمې دي، چې د اقتصادي او ترانسپورتي پلوه وروسته پاتي دي."

سره له دې چې د مخابراتو وزارت په هېواد كې د مخابراتي خدماتو د پراختيا خبرى كوي خو خلك د دى خدماتو له كيفيت او بیو څخه راضي نه بريښي

خو د مخابراتو وزارت وايي، اوسمهال په هېواد كې شپږ مخابراتي شركتونه په فعاليت بوخت دي او شته ستونزې به د دوى ترمينځ د سالم رقابت په نيتجه كې له مينځه لاړې شي.
XS
SM
MD
LG