د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۳۸

په بغلان کې د دولت دوه مخالفې ډلې خپلو کې ونښتې


په بغلان کې امنیتي چارواکي وايي چې د حزب اسلامي د لسګونو پلویانو او وسلوالو طالبانو تر منځ په جګړه کې د دواړو خواوو څخه په لسګونو کسان وژل شوي او د ځينو راپورونو پر اساس، ځينې وسلوال پرون حکومت ته اوښتي دي . ویل کېږي چې د افغان حکومت دې مخالفو ډلو خپل منځي جګړه کې له درنو وسلو کار اخیستي .

د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس په حواله، د حزب اسلامي پلويانو پرون له طالبانو سره جګړه وکړه، چې له سپکو او درنو وسلو څخه يې په کې کار اخيست.

د بغلان والي محمد اکبر بارکزي وويل، لږ تر لږه پنځوس وسلوال او نامعلوم شمېر ملکيان په دې جګړه کې وژل شوي دي.

د اژانس په حواله، جګړه د تېرې شنبې پر سهار پيل شوه چې د يکشنبې تر شپې پورې روانه وه.

چارواکي وايي جنګ د ځينو کليو پر سر ونښت چې سيالو ډلو يې د نيولو کوښښ کاوه، پر دغو کليو حکومت کنټرول نه درلود.

د بغلان امنيه قوماندان کبير اندرابي وويل، د حزب اسلامي ډلې تر سلو زياتو پلويانو د طالبانو د جګړې د فشار په نتيجه کې، ژمنه وکړه چې حکومت ته به وفاداره وي .

د امنيې قوماندانۍ مرستيال زلمي منګل خبريالانو ته وويل په دې جګړه کې پنځوس وسلوال وژل شوي، چې پنځه دېرش په حزب اسلامي پورې اړه لري او پنځلس نور وسلوال طالبان دي.

د پوليسو يوه بل سيمه ييز قوماندان سمونوال غلام مصطفي پتنګ اسوشېټېډ پرېس ته ويلي، تراوسه د حزب اسلامي پنځوس پلویان له حکومت سره یوځای شوي او ممکن ډېر ژر نور هم له دولت سره ملګري شي.

پرون د حزب اسلامي یوه ویاند هڅه وکړه چې له طالبانو سره د خپلو پلویانو جګړه بې اهمیته وښيي او ویې ویل چې اصلاً په بغلان کې کومه خاصه جګړه نه ده شوې .

وسله والو طالبانو خپل لوري ته اوښتي تلفات نه دي منلي.

د بغلان امنيه قومندانان وايی چې پولیسو ځانونه د جګړې سیمې ته نژدې رسولي چې له ټپیانو سره مرسته وکړي .
XS
SM
MD
LG