د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۳۸

په کابل کې د میرمنونړېواله ورځ ولمانځل شوه


نن په کابل کې په دغې جوړې شوی غونډې كې ميرمنو ويل، چې بايد د ښځو د اجتماعي او سياسي حقونو د خونديتوب په برخه كې افغان دولت اونړېواله ټولنه زيات څه وكړي. په عين حال كې افغان چارواكو ويل، چې د ښځو له حقونو تيري كونكي به هرومرو د قانون منګلو ته وسپارل شي .

افغان لوړرتبه دولتي چارواكي وايي، چې اوس د ښځو د حقونو د خونديتوب په برخه كې د نصيحت وخت پای ته رسيدلی او بايد عملي جدي ګامونه پورته شي.

د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستيال محمد كريم خليلي دغه خبرې د ميرمنو د نړېوالې ورځې په مناسبت د يكشنبې په ورځ د كابل په اماني ليسه كې يوې جوړې شوې غونډې ته وكړې او ويي ويل، چې بايد د ښځو د حقونو له تېري كونكو سره قانوني چلند وشي او مجازات هم شي:

"له هر ځاېه او د هرچا له خوا كه د مېرمونو د حقونو په وړاندې تیری كيږي كه هغه پلار، ورور او يا خاوند وي بايد هرومرو مجازات شي.

په كورنېوكې، چې د ميرمنو په وړاندې كوم تاوتريخوالي كيږي دا يواځې په هاغه صورت راكمېدای شي چې مجازات وجود ولري او بايد زموږعدلي او قضايي ارګانونه او پوليس په دې برخه كې جدي اقدام وكړي."

نوموړي زياته كړه، چې په افغانستان كې د طالبانو د رژيم تر پرزېدو راهيسي د ميرمنو په ژوندانه كې هم ډير د پام وړ تغيرات راغلي، چې د بيلګې په توګه د ده په وينا له صفر څخه۴۰فيصدو ته په تعليمي ډګركې د ميرمنو يا جونو ونډه زياته شوې ده. او دا مهال ۹% ميرمنې د ادارو مشري يا رهبري په غاړه لري.


خو په دغه غونډه كې د افغانستان د بشر د حقونو خپلواك كميسيون مشر ډاكټر سيما سمر هم ګډون كړی وه او نوموړي ازادۍ راډيو ته وويل، چې د طالبانو د رژيم له پرزېدو راهيسي اته ساعته نه بلكه اته كاله تيريږي او د دغې اوږدې مودې په پرتله د ميرمنو په ژوندانه كې كافي مثبت بدلونونه نه دي راغلي.

څرنګه، چې د مارچ د مياشتې اتمه نېټه په نړۍ كې د ښځو د نړېوالې ورځې په توګه لمانځل كيږي نو په افغانستان كې به هم دغه ورځ د څو ورځو لپاره په جلاجلا توګه د هېواد په مختلفو برخو كيې ولمانځل شي خو زياتې ميرمنې بيا ګيله مني دي، چې په داسې رسمي غونډو سره دوي ته كومه ګټه نه رسيږي بلكه بايد د افغاني ميرمنو د ستونزو د حل لپاره بايد يوشمېرعملي ګامونه پورته شي.

په حكومتي او پارلماني څوكيو ورته زياته برخه وركړل شي او داسې سترې اقتصادي پروژې ورته جوړې شي چې په ترڅ كې يي د افغاني ميرمنو اقتصاد وده وكړې او پر خپلو پښو ودريږي.

راپور : مجاهد جواد
XS
SM
MD
LG