د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۵۲

د عراق ننني پارلماني انتخابات

په عراق کې د خلکو د رايی ورکولو بهیر پیل شوی
په عراق کې د خلکو د رايی ورکولو بهیر پیل شوی

سخت دريځو وسلوالو په عراق کې د پارلماني انتخاباتو د ګډوډولو ګواښ کړى. په دې هېواد کې له څو ورځو راهيسې امنيتي تدابير نيول شوي دي. پوليسو د راى ورکولو په ورځو کې په ښار کې دننه د موټرو پر تګ راتګ بنديز لګولى. نن د عراق په بېلابېلو ښارونو کې هوايي او مځکنۍ مواصلاتي لارې بندې دي. د پارلماني انتخاباتو د کمپاين له پيله په تاوتريخوالي کې پنځوس کسان وژل شوي، چې پوليس او د ملي پوځ مامورين هم په کې شامل وو.

له دې سره- سره زيات عراقيان هيله من دي، چې د نن ورځې انتخابات به په سوله ايزه فضا کې وشي. د بغداد يو اوسېدونکى احمد ملک زيات هيله من ښکاري:

”موږ به رايه ورکوو، زه ډاډه يم چې زه او نور خلک به رايې ورکړو، يو قوي حکومت به انتخاب کړو، چې وکړاى شي د دې هېواد په جوړولو کې کار وکړي. زموږ وطن له تېرو ٣٠ کلونو راهيسې ځورېدلى دى“


د عراق صدراعظم نوري المالکي، روانه اوونۍ، د عراق لپاره ډېره حساسه ګڼلې ده.

په دغو انتخاباتو کې د المالکي سخت سيال د عراق پخوانى صدراعظم دى، چې د ملي يووالي د سياست په شعارونو سره د کمپاين ډګر ته راوتلى.

ويل کېږي چې ښايي د انتخاباتو يو سيال به هم د پارلمان اکثريت څوکۍ ونه ګټي، له دې کبله ښايي تر انتخاباتو وروسته په عراق کې يو ائتلافي حکومت واکمن شي.

خو ايا داسې کوم ډاډ شته چې د عراق راتلونکى ائتلافي حکومت به په دې هېواد کې ملي يووالى ټينګ وساتي، چې په تېرو کلونو کې دغه يووالى زيانمن شوى و؟

د دې پوښتنې ځواب به د ازادۍ راډيو د عراقۍ څانګې له خبريال موئيد الحيدري څخه ولولو:

”زه فکر کوم اوس داسې کسان شته چې تېر انتخابات يې تحريم کړي وو، خو دا ځل به په کې برخه واخلي. دا يو ډېر مهم بدلون دى، فکر کوم تر انتخاباتو وروسته به ائتلافي حکومت واکمن شي، او د ائتلاف بېلابېلې خواوې به په خپلو کې همکاري ولري“

په عين حال کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي بنکي مون هم له عراقيانو غوښتنه کړې، چې په دغو انتخاباتو کې دې په پراخه پيغامنه برخه واخلي او د خپل هېواد راتلونکى حکومت دې په خپلو رايو سره وټاکي.

په عراق کې دا انتخابات په داسې حال کې کېږي، چې ټاکل شوې شپږ مياشتې وروسته د امريکا پوځيان له دې هېواده ووځي.

نړيوال څارونکي، د عربي اتحاديې په ګډون ځينې نورې ډلې به د عراق انتخابات په غور سره څاري.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG