د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۵۲

کابل ولایتي شورا: د ښځو د ستونزو د هواري هڅې کوو

د کابل د ولایتي شورا نوې غړې فریده ترانه وايي د ښځو پر ستونزو ښځې په ښه توګه پوهېږي.
د کابل د ولایتي شورا نوې غړې فریده ترانه وايي د ښځو پر ستونزو ښځې په ښه توګه پوهېږي.

د كابل ولايتي شورا وايي، چې د كابل د ښځو د روان حالت د ښه كولو لپاره یې ګڼ پروګرامونه ترکار لاندې نيولي دي.د دې شورا رييس د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وويل، دوى هڅه كوي، چې د دولتي او بهرنيو موسيسو په همكارۍ سره په کابل کې د ښځو ستونزې هوارې کړي.

په كابل ښار او لرو پرتو سيمو كې ښځو ته د ښوونې او روزنې او د اقتصادي ودې د امكاناتو برابرول د كابل د ولايتي شورا د كار په لومړيتوبونو كې ځاى لري.

دا څرګندونې د شنبې په ورځ د ښځو د نړيوالې ورځې په درناوي د يوې جوړې شوې غونډې په څنډه كې ازادي راډيو ته وکړې .

ښاغلي بريالي وويل، چې دوى د ښځو د روان حالت د ښه كولو لپاره ګڼ پروګرامونه ترلاس لاندې لري، چې د دولتي او بهرنيو موسسو په همكارۍ به يې پلي كړي.

ښاغلي بريالي هيله څرګنده كړه، چې له دې سره به په كابل او شاوخوا پرتو ولسواليو كې د ښځو په ژوند كې مثبت بدلونونه راشي.

"موږ، چې كوم پروګرامونه ترلاس لاندې لرو هغه د كابل د ښځو د ژوند د ښه كولو او پرمختګ لپاره دي د كابل په يو شمېر لرو پرتو سيمو كې ښځې د زده كړو له اسانتياو محرومې دي، موږ د دې پروګرامونو له لارې غواړو كور په كور د زده كړو امكانات برابر كړو ، هغوی ښوونځيو ته تګ ته راضي كړو او هڅه كوو، چې لاسي صنايعو ته د دوى پام واړوو."

د كابل د ولايتي شورا په اوسنيو غړو كې، چې اوس اوس انتخاب شوې او خپل كار يې پيل كړې اته يې ښځې دي.

دوى هم وايي، چې هڅه كوي د دې شورا له لارې ښځو ته ورپيښې ستونزې هوارې كړي او هغوى ته د ژوند د ښو امكاناتو په برابرولو كې همكاري وكړي.

فريده ترانه، چې د افغان ستوري د موسيقۍ د پروګرام يوه غړې وه او اوس اوس د كابل ولايتي شورا ته انتخاب شوې وايي، چې ښځې په ښه توګه د ښځو په ستونزو پوهيږي او كولی شي هغه د چارواكو غوږونو ته ورسوي.
د كابل د ولايتي شورا ریيس نثار الدين بريالي


"هغه مهم ګام، چې د ولايتي شورا ښځينه غړې يې كولی شي، د ښځو د ژوند د ښه كولو لپاره پورته كړي هغه يو ملاتړ دی.

موږ كولی شو، د هغو ميرمنو غږونه، چې له ستونزو سره مخ دي د يو رابط په توګه چارواكو ته ورسوو او هغه تعقيب كړو او د هغوی ملاتړ وكړو."

ولايتي شوراګانې تر ډيره دنده لري، چې د خپلو ولايتونو ځايي چارواكو ته لازمې لارښوونې وكړي او د خلكو غوښتنې دوى ته ورسوي.

په داسې حال كې، چې ولايتي شوراګانې تر ډېره د دولت او خلكو ترمنځ د يوه پله په توګه پيژندل كيږي، خو د دې شوراګانو يو شمېر غړي بيا دا شكايت كوي، چې د دوى مشورو ته غوږ نه نيول كيږي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG