د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۵۲

سیما سمر:د قانون په جوړولو کې باید د ښځو ګډون ته پاملرنه وشي

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسون مشره سیماسمر.
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسون مشره سیماسمر.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواك كميسيون په كابل كې د ښځو لپاره د قانون جوړولو اهميت تر عنوان لاندې دوه ورځينۍ څيړنيزه غونډه جوړه كړه، په دغه غونډه كې د ښځو د حقونو د مدافع ټولنو استازو، د ځينو اروپايي هېوادونو غړو او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازې هم ګډون كړی و.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواك كميسيون مشرې له ټولو قانون جوړونكو ادارو وغوښتل، چې داسې قوانين دې تدوين كړي، چې په كې د ښځو حقوق خوندي شوې وي.

ډاكټر سيما سمر، چې د ښځو د نړېوالې ورځې د راتلو په درشل كې په كابل كې يوې دوه ورځنۍ نړېوالې غونډې ته وينا كوله وويل، افغان ميرمنې نه يوازې په فزيكي او رواني توګه له تاوتريخوالي سره مخ دي بلكې له قانوني پلوه هم د هغوي حقوق نه دي رعايت شوي.

ميرمن ثمر وويل، تر هغه پورې، چې د قوانينو په جوړولو كې ښځو ته ونډه ورنه كړل شي په ټولنه او په ځانګړي توګه د ښځو پر وړاندې پرتې ستونزې به حل نه شي.


په دې غونډه كې د ښځو د حقونو د مدافع ټولنو، د ايران او د ځينو اروپايي هېوادونو د استازو سر بېره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي كای ايډه هم ګډون كړی وو.

د غونډې ګډونوال به په دې دوو ورځو كې د قوانينو په جوړولو كې د ښځو د برخه اخیستنې په بېلابېلو لارو چارو غور وكړي.

د غونډې برخه والو دا انتقاد هم كاوه، چې اوس مهال تر ډيره هغه قوانين د پلي كېدو په حال كې دي، چې شاوخوا پنځه لسيزې وړاندې جوړ شوي.

د دوى په وينا په دغوقوانينو كې ډيرې سختې عربي كلمې كار شوي، چې د عادي خلكو سربيره ځيني قاضيان هم نه پرې پوهيږي.

دوي ټينګار كاوه، چې پخواني قوانين بايد د اوسنيو اړتیاو په پام كې ساتلو سره تعديل او بيا پلي شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازې كای ايډه هم د خپل ماموريت په وروستيو ورځو كې د افغان ميرمنو په حالت او هغوي ته د قوانينو په جوړلو كې د حق په نه وركولو اندېښنه وښوده:

" زموږ اندېښنه داده، چې ښځو ته د قوانينو په جوړولوكې حق نه دی وركړل شوی . دا به غوره وي چې په افغانستان كې قضايي مسايل د كارونو په لومړيتوبونوكې راشي، د افغان ميرمنو نا لوستي توب،په ښوونځيو او پوهنتونو كې د هغوي كم رنګه ګډون او د افغان ميرمنو د مړيني لوړه كچه هغه نور څيزونه دي، چې موږ يي انديښمن كړي يو."

د افغانستان د بشري حقونو خپلواك كميسيون يوځل بيا له افغان دولت څخه وغوښتل، هغه جنګي جنايت كاران چې د افغان وګړو په ځانګړي توګه د ښځو حقونه يي تر پښو لاندې كړي بايد ونه بخښل شي.

ميرمن ثمر او كای ايډه دا هم وويل، چې په افغانستان كې له وسله والومخالفينو سره خبرې اترې بايد د افغان ميرمنو د پرمختګ مخه ډب نه كړي.

له قانوني پلوه د ښځو د حقوقو ستونزې په داسې حال كې راسپړل شوې، چې همدا اوس افغان ميرمنې د هېواد په بېلابېلو برخو كې له ډول ډول كړاوونو سره مخ دي او كتونكو په وينا په تېرو اتو كلونو كې كيدونكو هڅو هم د دوى په ژوند كې كوم مثبت بدلون نه دې راوستلې.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG