د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۴۶

په سړو سیمو کې د نوي تعلیمي کال درسونه پیل شول


افغان ولسمشر د یو ښونځي د زنګ پر کړنګولو نوی تعلیمي کال پیلوي.
افغان ولسمشر د یو ښونځي د زنګ پر کړنګولو نوی تعلیمي کال پیلوي.

د سړو سيمو لپاره نوي تعليمي كال د شنبې په ورځ د كب د مياشتې په پنځلسمه نېټه د ولسمشر كرزي له خوا د ښوونځي د زنګ په کړنګولو سره پيل شو.د افغانستان د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې په نوي تعليمي كال كې به له ديارلسو زرو څخه په زياتو ښوونځيو كې نيږدې اته مليونه زده كوونكي سبق ووايي.

افغان ولسمشر حامد كرزي د افغان دولت له مخالفينو څخه وغوښتل، چې د زده كوونكو پرمخ دې د ښوونځيو له تړلو څخه لاس واخلي.

ولسمشر كرزي دغه څرګندونې د شنبې په ورځ په كابل كې د سړو سيمو د ښوونځيو لپاره د نوي تعليمي كال د پيل په غونډه كې وكړې.

د ښاغلي كرزي په وينا دا د افغانستان او اسلام سره لوى ظلم دى:

"زما غوښتنه له ټولو هغو كسانو چې اګاهانه د بهر په هڅونه او د پیسو لپاره او يا هم په نا اګاهانه توګه له جهالته ښونځي تړي دا ده، چې تاسې په دې توګه په اسلام او افغانستان ظلم كوئ. موږ د سولې غږ پورته كړى دى او د دې لپاره لومړنى دليل هم همدغه ماشومان دي."

ښاغلي كرزي وويل، چې دى به د امن په جرګه كې د نور افغانانو په مرسته د سولې او پخلاينې د راوستلو لپاره جدي هڅې وكړي، څو په دې توګه افغان ماشومان د سولې په رڼا كې په ښه ډول زده كړې وكړي.

ويل شوي، چې د افغانستان په يو شمېر ناامنو ولايتونو كې د ۴۰۰ په شا او خوا ښوونځي د مخالفينو له خوا تړل شوي دي، دا په داسې حال كې ده، چې په تيرو دوو كلونو كې نيږدې دوه سوه تړل شوي ښوونځي د افغانستان د پوهنې وزارت له خوا د سيمه ايزو مشرانو او سپين ږيرو په مرسته بيا پرانيستل شوي دي.

د افغانستان د پوهنې وزير ډاكټر فاروق وردګ هم غونډې خبرې وكړې او ويې ويل، چې په نوي تعليمي كال كې به له ديارلسو زرو څخه په زياتو ښوونځيو كې نيږدې اته مليونه زده كوونكي سبق ووايي.

ښاغلي وردګ د كتابونو د نشتوالي په برخه كې د زده كوونكو د ستونزې په اړه وويل:

"په توليز ډول د پوهنې وزارت په چوكات كې ۱۵۹۶ عنوانه كتابونه چاپ ته تيار شوي، چې په دې كې ۸۰۰ عنوانه چاپ شوي او د پاتې نورو يې هم په سلو كې اتيا كار تكميل شوى دى، چې په دغه نوي تعليمي كال كې به سل په سلو كې بشپړ شي."

په تيرو څو كلونو كې ګڼ شمير زده كوونكو په ځانګړې ډول د لرو پرتو سيمو زده كوونكو د درسي موادو او د مسلكي استادانو د نشتون له امله شكايتونه درلودل.

د دې تر څنګ زده كوونكو ته په مورنۍ ژبه د زده كړې د اسانتياوو د برابرولو په اړه هم انتقادونه موجود وو.

خو د افغانستان د پوهنې وزارت چارواكي وايي، چې دغه ستونزنې يې تر ډيره هوارې كړي او په دې برخه كې خپلې هڅې جاري وساتي.

دا په داسې حال كې ده چې په دې ورستيو كې د دغه وزارت له خوا د ښوونكو د معاشومنو د لوړولو په برخه كې هم عملي ګامونه پورته شوي دي.

كارپوهان وايي، چې د ښوونكو د اقتصادي ستونزو په راكميدلو سره به د زده كړې په ئهير كې هم له كيفي نظره ډير بدلون راشي.
XS
SM
MD
LG