د جمهور رئيس يو وياند احمد ضيا سيامك هروي په دې اړه ازادۍ راډيو ته وويل:
"په افغانستان كې د ملګرو ملتونو نمايندګي د افغانستان او د نړۍ د هېوادونو ترمنځ د هماهنګۍ په برخه كې يو مهم ماموريت دى. او بېلابېلو استازيو چې د ملګرو ملتونو له خوا د افغانستان لپاره راليږل شوي دي، مهمې وظيفې يي پرمخ بولي دي. كاى ايډه يو داسې شخص و چې په ريښتيني توګه يي د زړه له كومې غوښتل چې له افغانانو سره مرسته وكړي. په انتخاباتو كې او له افغانستان سره د روانو مرستو، او د بېلابېلو سازمانونو ترمنځ د همغږۍ په راوستلو كې د كاى ايډه رول زموږ لپاره ډير ارزښتمن او مهم و"
ملګري ملتونه په افغانستان كې د دوه زرو اول كال راهيسې د طالبانو د نظام له راپرځېدو نه وروسته په منظمه توګه خپل استازي افغانستان ته را ليږلي دي.
خو په افغانستان كې په عمومي توګه د دغه سازمان په فعاليتونو انتقادونه هم كيږي.
په افغانستان كې د كاى ايډه په ماموريت د جمهوري رياست د تېرو انتخاباتو په جريان كې د يو شمېر افغانانو او بهرنيانو له خوا هغه وخت انتقادونه وشول، چې د نوموړى مرستيال پيټرګالبريټ هغه د جمهور رييس حامد كرزي په پلويتوب تورن كړ.
د راپورونو په اساس ايډه د جمهوري رياست د دوېم دورانتخاباتو د ترسره كېدو مخالف و او د هغه دا مخالفت د حامد كرزي پلويتوب وانګيرل شو او په دې ترڅ كې ګالبريټ له كاره هم ګوښه شو.
خو كاى ايډه تل دا تورونه رد كړي دي.
ايډي مني، چې په افغانستان كې ستونزې دومره ډيرې دي چې د ملګرو ملتونو د سازمان د فعاليتونو د موثريت مخه نيسي.
هغه په كابل كې خبريالانو ته وويل، په افغانستان كې يې هغه تمې نه دي ترلاسه شوي چې د خپل ماموريت په لومړېو كې يې درلودلې:
"كله چې زه راغلم نو ما تمې درلودې، دا طبعي خبره ده چې كله تاسو په دې ټولنه كې دنده پيلوﺉ نو تمې او هيلې لري، خو په افغانستان كې د دغو هيلو ترسره كول ستونزمن كار دى، په ځانګړې توګه په تېرو درېو كلونو كې لا ستونزمن شوي. خوموږ هغه څه ترلاسه نه كړل چې بايد ترلاسه كړي مو واى."
په تېرو شاوخوا اتو كلونو كې ملګرو ملتونو په افغانستان كې د نظام جوړونې، بيارغونې او ديموكراسۍ د پلي كېدو په برخو كې مخكښ رول لوبولى دى.
په كابل او ځينو ولايتونو كې د دغه سازمان په دفترونو بريدونه هم شوي دي او يو شمير كاركوونكي يې وژل شوي هم دي.
د افغانستان خلك تمه لري چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي نوى استازى ديمستورا به چې ټاكل شوې څو ورځې وروسته په كابل كې خپله دنده پيل كړي، وكولاى شي، په افغانستان كې د يوې بې طرفه سازمان په توګه د ملګرو ملتونو كارونه لا موثره كړي.