د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۵۲

د کای ایډې دوه کلن ماموریت په افغانستان کې پای ته ورسید

په افغانستان كې د ملګروملتونو ځانګړي استازي د خپل دوه كلن ماموريت له پوره كېدو سره سم وويل، چې دې په دې هېواد كې له موجوده وضعيت څخه راضي نه دی او زياتو افغانانو هيلي نه دي پوره شوي.

كای ايډې، چې د پنجشنبې په ورځ يي په افغانستان د خپلې وروستي خبري غونډې پرمهال خبرې كولې وويل، چې د هيلو د نه پوره كېدو اصلي لامل په افغانستان كې روانه جګړه ده .

ده وړاندې وويل، چې په پوځي برخه كې زياتې هڅې د دې سبب ګرځېدلي چې ملكي خدماتو ته لږه پاملرنه وشي:

"ما مخكې هم خبرداری كړې وه او بيا يي هم په افغانستان كې د ټولې سټراتيژي په پوځي كولو په اړه خبرداری وركوم.

ښاغلي ايډې چې د راتلونكي شنبې په ورځ له افغانستان څخه ولاړ شي په تقنيني برخه كې د ولسمشر حامد كرزي په وروستي فرمان باندې هم اندېښنه څرګنده كړه او زياته يي كړه، چې په دې اړه يي له ښاغلي ولسمشر سره د پنجشنبې په سهارهم كتلي دي او د دې ورځې په پای كې به هم ورسره وګوري:

"له ولسمشر حامد كرزي سره يي خبرواترو په درېو برخو باندې تمركز درلوده. چې يو د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د دندو په اړه وه، دوهمه د شكايتونو د اورېدو د كميسيون په برخه كې او درېمه يي د كانديدانو د غوراوي په برخه كې وه.

دومره ويلي شم، چې په دې برخه كې مو څه پرمختګ هم وكړ د بيلګې په توګه د شكايتونو د كميسيون په چوګات كې د نړېوالې ټولنې د حضور په برخه كې او دغه يوشمېر نور وړانديزونه مې هم كړي دي چې لا تر اوسه هم تر بحث لاندې دي."

تردې مهال افغان حكومت د د ملګروملتونو د دغه ځانګړي استازي د خبرو په اړه كومه تبصره نه ده كړې.

له ۲۰۰۱ ميلادي كال راهيسي څو كسانو په افغانستان كې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په څوكۍ باندې كار كړی، چې له مهمو دندو څخه يي په دې هېواد كې د ملګروملتونو د مرستو تنظيم او په دې هېواد كې د حكومت جوړولو له بهير سره مرسته ده.

په ښاغلي ايډه باندې د حكومت د يوشمېرمخالفينو له خوا نيوكۍ هم كېدې چې ګويا په حكومتي چاروكې لاس وهنه كوي خو د افغانستان حكومت تل د نوموړي د مسولانه هلوځلو ستاينه كړې ده.

مجاهد جواد .
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG