د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۵۲

ثریادلیل:دهلمند په دوه ناامنه ولسوالیوکې مو روغتیايي کلینیکونه پرانیستل

د افغانستان دعامې روغتيا وزارت سرپرستې ډاكټر ثريا دليل
د افغانستان دعامې روغتيا وزارت سرپرستې ډاكټر ثريا دليل

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، چې د هلمند ولايت په نادعلي او مارجې ولسواليوكې چېرې، چې د وسلوالو مخالفينو پر وړاندې د افغان او نړېوالو ځواكونو پراخ عمليات روان دي يو شمېر روغتيايي كلينيكونه بيا پرانيستل شوي دي.

د افغانستان دعامې روغتيا وزارت سرپرستې ډاكټر ثريا دليل د پنجشنبې په ورځ په كابل كې يوې خبري غونډې ته په دې اړه د څرګندونو تر څنګ د يو شمېر روغتيايي مركزونو د سوځيدلو خبره هم وكړه:

"په نادعلي كې اوس موږڅلور روغتيايي مركزونه لرو او زموږ يو فرعي مركز د جګړو له امله سوځيدلى دى، چې دا به هم ډير ژر ورغول شي، په مارجه كې هم درې كلينيكونه لرو، چې يو يي د څلور ورڅو لپاره تړلى پاتې وو، خو اوس بيرته فعاله شوې دى."

د عامې روغتيا سرپرستې وزيرې له نادعلي او مارجې څخه څلور زره بې ځايه شوېو كورنيو ته د يو شمېر روغتيايي خدمتونو د برابرولو په اړه ماشومانو ته د ځينو واكسينونو تر څنګ په لښكر ګاه او ګرشك كې د دوو گرځنده روغتيايي كلنيكونو د جوړولو او په كندهار ولايت كې د درملو د يوې ځيرمې د جوړولو خبر هم وركړ.

خو د اغلې دليل په وينا په نادعلي او مارجه كې پنځه اتيا زره ماشومانو د پوليو يا د ماشومانو د كوزڼ له واكسين څخه بې برخې پاتې دي، چې ويل كيږي ډير ژر به دغو ماشومانو ته هم د واكسين بهير پيل شي.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت، په داسې حال كې د هلمند ولايت په نادعلي او مارجې ولسواليو كې د روغتيايي كلينيكونو د پرانيستې خبره كوي، چې لا هم د دغه وزارت د سرپرستې په وينا په اوو ولسواليو كې روغتيايي كلينيكونه تړلې پاتې دي:

"په ټوليزډول په هلمند كې اووه پنځوس روغتيايي مركزونه موجود دي، چې له دغو مركزونو څخه يواځې اووه مركزونه نه دي فعاله، چې دا مركزونه په موسى كلا، خاشين، سنګين، واشير،نادعلي، ديشو او نهرسراج ولسواليو كې پراته دي."

د افغانستان په هلمند ولايت كې روغتيايي خدمتونه د دغه ولايت د عامې روغتيا وزارت د رياست، برك موسسې او د افغانستان د زده كړې او پراختيا د مركز له خوا وړاندې كيږي.

چارواكي وايي، دوي هڅه كوي چې د خلكو د روغتيايي ستونزو د هوارې لپاره نور روغتيايي خدمتونه هم فعاله او اړو كورنيو ته د درملو مرسته هم ورسوي.

دا په داسې حال كې ده، چې خلك د دغو ستونزو تر څنګ په اړوندو روغتيايي كلينيكونو كې د تجربه لرونكو ډاكټراونو او كاركوونكو نه شتون هم لويه ستونزه ګڼي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG