اوس په هلمند کې د وسلوالو طالبانو تر ټولو مهم پوځي قوماندان دى، چې ښايي د ملا برادر پر ځاى وټاکل شي.
اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د عبدالقيوم او د هغه د يوه ملګري عبدالروف کيسه را اخيستې. چې دواړه اوس د افغان او نړېوالو ځواکونو په وړاندې په عملي جنګ بوخت دي.
د افغانستان د استخباراتو دوو مامورینو له اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، عبدالقیوم چې اوس په هلمند کې د طالبانو مهم قومندان دی، د ملابرادر پر موقف د طالبانو له خوا يو کاندید هم دی.
راپورونه وايي، چې د عبدالقیوم دغه قضيه ښايي د ګوانتنامو محبس د بندولو او د بندیانو د خلاصون په برخه کې د امريکا د ولسمشربارک اوباما مخکېنۍ پرېکړه له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړي، چې غوښتل يي دغه بند وتړي اوزیاتره بنديان ازاد کړي.
د امریکا استخبارات وايي، چې د ګوانتنامو له محبسه په سلو کې شل خوشې شوي مشکوک کسان د امریکایانو پرخلاف د جنګ تاوده ميدان ته تللي او دا شمېر مخ پرزیاتېدو دی.
پر افغان او نړيوالو ځواکونو د حملې لپاره د ګوانتنامو يو بل پخوانى زنداني، د عبدالقيوم مرسته کوي. دا خبره د افغانستان د استخباراتو دغو مامورينو او د هلمند پخواني والي شېر محمد اخوندزاده اسوشېټېډ پرېس ته کړې. دوى ويلي دي چې د قيوم ملګري عبدالروف تېر کال تر خوشې کېدو مخکې خپل امريکايي مستنطق ته دا خبره کړې وه، چې له طالبانو سره يې اړيکې پرې شوي دي. دى په همدې خاطر له يوه افغاني زندانه ازاد شو.
خو اژانس د شېرمحمد اخوندزاده له قوله زياتوي، چې روف بېرته له طالبانو سره ملګرى شو. اخوند زاده د عبدالقیوم او عبدالروف خوشي کېدا تېروتنه وبلله .
د قيوم په څېر عبدالروف هم د هلمند دى، د طالبانو په واکمنۍ کې روف په هرات او کابل کې پوځي قوماندان و. د افغانستان د استخباراتو دغو چارواکو ويلي دي، کله چې روف له زندانه خوشې شو، سم له لاسه عبدالقيوم ورته د پوځي چارو مسووليت وسپاره، البته څوارلس مياشتې مخکې.
اوس د مارجې په جګړه کې روف مهم رول لري، چې د ناټو او افغان پوځيانو په وړاندې جنګېږي.
ویل کېږي قیوم ،چې طالبان یې قیوم ذاکر بولي، د پاکستان د کوټې له ښاره د طالب جنګیالیوعملیات پرمخ بیايي .
د یوې پاکستانۍ ورځپاڼې د راپور له مخې قیوم د کجکي اوسېدونکی دی، د هلمند دا سيمه تر ډېره د وسلوالو طالبانو په ولکه کې ده.
اژانس د افغانستان د استخباراتو د دغو مامورينو له قوله زياتوي، د قیوم د نیولو لپاره دوې اوونۍ مخکې په کجکې کې برید وشو خو هغه بچ شو مګر دوه ملګري یې ونیول شول .
یوه اوونۍ دمخه قیوم د بلوچستان ایالت په پښین کې ولیدل شو، چې دا سيمه له کوټې پنځوس کيلومتره ليرې پرته ده. د کجکي پخواني ولسوال عبدالرازق اژانس ته ويلي، قيوم ډېر چالاکه او د سخت زړه خاوند دى.
قیوم چې اوس ۳۶ کلن دی. د طالبانو له مشر ملا محمد عمر سره نژدې اړیکې لري. هغه ته ویل شوي چې ښايي د ملابرادر پر ځای وټاکل شي.