د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۳۱

راسموسن: له افغانستانه د هالنډي ځواکونو وتل زموږ ماموريت نه کمزورى کوي


د ناټو عمومي منشي پرون وويل، که هالنډي ځواکونه له افغانستانه ووتل دا به هېڅکله د دې سبب نه شي چې د دې تړون نورغړي هېوادونه د هالند پر پله پل کښېږدي او دغه لار تعقيب کړي.

راسموسن په دې بهير کې له افغانستانه د هالنډي ځواکونو وتل بې اهمیته وبلل، دا يي هم وویل چې دا کار به ځینې افغانان اندېښمن کړي. خو د ده په باور، د هالنډي ځواکونو له وتلو سره- سره به ناټو په افغانستان کې پاتې شي او خپلې ژمنې به عملي کړي. دا په داسې حال کې ده چې په ځينو هېوادونو کې د افغانستان له جګړې ولسي ملاتړ کوم شوى دى.

د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د مطلب مهمې برخې دلته لولئ:

تېره میاشت د هالنډ حکومت په افغانستان کې د هالنډي ځواکونو د ماموریت پرسر هغه مهال ړنګ شو چې د دغه هېواد صدراعظم پیټر بالکندې هڅه وکړه د ناټو غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي، دوه زره عسکر او مامورين يې په افغانستان کې پاتې شي، خو د خپل موتلف له مخالفت سره مخامخ شو.

په هالنډ کې دې کړکېچ او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو له ماموریت سره په اروپايي هېوادونو کې د ولسي مخالفت زیاتېدلو، دا وېره ډېره کړې چې د دې تړون نور غړي هېوادونه به هم ښايي زړه نازړه شي او پر خپل دغه ماموريت به بیا غور وکړي، چې لا يې اته کاله کېږي.

کاناډا چې د هالنډي ځواکونو غوندې يې پوځيان د افغانستان د جنوب په ناکرارو سيمو کې دېره دي، مخکې ترمخکې ویلي چې راتلونکی کال به له کندهاره خپل ځواکونه وباسي. کاناډا په افغانستان کې ۲۸۰۰سرتېري لري.

خو د ناټو عمومي منشي انډرس فوګ راسموسن وویل چې په تېرو دوو میاشتو کې د ناټو ۳۶ هېوادونو او همداراز نورو متحدانو ژمنه کړې چې په افغانستان کې به خپل ځواکونه زیات کړي .

د ناټو عمومي منشي په بروکسل کې خبریالانو ته وویل:

”زه پوهېږم چې ډېر افغانان د هالنډي ځواکونو په وتلو اندېښمن دي ،خو زه تاسو ته ډاډ درکوم، چې ناټو به په افغانستان کې خپل ماموریت بشپړ کړي“

ده همداراز وویل چې د ده وروستۍ خبره دا ده، کله چې د ناټو تړون غړیو په افغانستان کې پرمختګ احساس کړ، دوی به د خپل ماموریت لپاره پراخ ملاتړ ترلاسه کړي .
XS
SM
MD
LG