د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۵۲

ولسي جرګه:افغان دولت باید د امنيت لپاره يو نوى پلان ترتيب كړي

د امنيت په برخه كې د ولسي جرګې اود امنيتي ارګانونو ترمنځ د وروستيو بحثونو نتیجه دا شوه، چې امنيتي ارګانونو به داسې يو پلان ترتيبوي، چې عملي کول یې امنيتي ستونزې كمې كړي.په همدې اړه د چهارشنبې په ورځ د دفاع او كورنيوچارو وزيران او د ملي امنيت ريس د ولسي جرګې غونډې ته وربلل شوی ول.

د ولسي جرګې ریس محمد یونس قانوني وویل کړه، د نوي امنيتي پلان جوړولو ته د ولسي جرګې د نړېوالو اړيكو، د فاعي چارو، كورنۍ امنيت او عدلي او قضايي كميسيونونو غړي ګمارل شوي دي ترڅو د پلان په جوړولو كې امنيتي ارګانونو سره مرسته وكړي.

د دفاع وزير جنرال عبدالرحيم وردګ هيله وښوده، چې نوي امنيتي پلان به د ولسي جرګې د اړوندو كميسيونونو په همكارۍ په لږو ورځو كې ترتيب شي.

جنرال وردګ وويل:
د دفاع وزير جنرال عبدالرحيم وردګ


"تركومه ځايه، چې د دفاع وزارت پورې اړه لري، له دوه زره څلورم كال راهيسي پوځي ستراتيژي لرو، د كورنيو چارو وزارت اوملي امنيت هم جوړه كړې ده، خو اوسنى شرایط ايجابوي چې د ولسي جرګې په مرسته ورباندې له سره غور وشي، ترڅو يي عملي كېدو ته اقدام وكړو."

په غونډه كې په دې هم پريكړه وشوه، چې دولت دې، د اساسي كرښو يو پراخ پلان هم ترتيب او د تاييد لپاره دی ولسي جرګې ته وسپاري.

د دولت د اساسي كرښو په پلان كې هغه ادارى شامليږي، چې له پوځي هڅو پرته، كولاى شي چې د دوی د فعاليتونو په نيتجه كې امنيت ته زمينه برابره كړي.

خو خلك وايي، له دې مخكې هم د امنيتي ارګانونو مسئولينوله ولسی جرګي سره ورته غونډې كړي
او په امنيتي تدابيرو يي بحثونه كړي دي.خو لاسته راوړنې يي د قناعت وړنه وي. خو د نوي امنيتي پلان له جوړېدو وروسته به معلومه شي، د نوي پلان عملي كول به امنيتي ستونزې تركومه ځايه كمې كړي.

راپور: خان محمد سيند
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG