د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۵۲

افغان چارواکي وايي په کابل کې پر هندیانو برید کې لشکر طیبه لاس لري

حفیظ سعید د پاکستان د لشکر طیبې د ډلې موسس
حفیظ سعید د پاکستان د لشکر طیبې د ډلې موسس

د اسوشیتد پرس خبري اژانس رپوټ وایي، لشکرطیبه ډله یو کال مخکې په ممبيي کې په تروریستي بریدونو تورنه ده او په کابل کې د تېرې جمعې په بریدونو کې د دغې ډلې لاس لرل هغه خبرې زیانمنوي، چې د اسلام اباد او نوي ډيلي تر منځ پيل شوي دي.د ممبۍ په تروریستی بریدونو کې هغه مهال ۱۶۶ کسه وژل شوي وو.

وسله والو طالبانو په کابل کې د تېرې جمعې د ورځې د بریدونو مسولیت چې په نتیجه کې د لږ تر لږه شپږو هندیانو په شمول شپاړلس کسه ووژل شول په غاړه اخیستی.

د افغانستان د ملي امنیت د ادارې ویاند سعید انصاري اسوشیتدپرس خبري اژانس ته ویلي دي، چې دوی ثبوت لري، چې دغه بریدونه د لشکرطیبې له خوا شوی دی.

انصاري ویلي دي، چې یوه برید کوونکي په اردو، چې د پاکستان رسمي ژبه ده خبرې کولې.
په کابل کې د جمعې د ورځې د ځان وژونکي برید یوه څنډه


رپوټ زیاتوي، چې لشکرطیبه د هغو ډلو څخه یوه ده، چې په نولسوه اتیا کلونو کې د پاکستان د استخباراتو په مرسته رامنځ ته شوي او تر دې مخکې یې فعالیتونه به هندي کشمیر کې متمرکز ول .

انصاري ویلي دي، چې د تېرې جمعې بریدونه هغو دوو بریدونه ته ورته دي چې تېرکال او وړم کال په کابل کې د هند په سفارت کې وشول .

د ملی امنیت اداری ویاند ویلي دي، چې د کابل وروستي بریدونه څلورو کسانو چې کلشنکوف ټوپک ورسره وو او انتحاري واسکټونه یي اغوستي وو کړي دي.

په داسې حال کې، چې طالبانو د دغو بریدونو مسولیت په غاړه اخیستی انصاري وایي، چې طالبانو د دغو بریدونو لوژستیکي امکانات نه درلودل.

دی وایي، ښکاري چې برید کوونکي د هندي ملیمنو او د هغوي د نومونو په اړه معلومات درلودل .

انصاري داهم ویلي، چې طالبان پنځه ساعته وروسته په دغو بریدونوخبر شول.

سربېره په شپږو هندي اتباعو، یو ایټالوي ډيپلومات، یو فرانسوي فلم جوړوونکی، درې افغان پولیس او څلور ولسي خلک په دغو بریدونو کې ووژل شول او یو بل مړی نه دی پیژندل شوی.
په کابل کې د ځان وژونکي برید تر شاه د باکستان لاس دی


له دغو بریدونو یوه ورځ مخکې اسلام اباد او نوی ډیلي د ممبيي له تروریستي حملو وروسته د لومړي ځل لپاره سره خبرې وکړې.

هند په دی غونډې کې ټینګار وکړ، چې اسلام اباد دې هند د حکومت د مخالفو وسله والو ډلو په مقابل کې خپلو زیارونو ته زور ورکړی.

پاکستان د ممبی د بریدونو په ارتباط اوه کسه تورن کړي دي، خو منتقدین وایي، چې لشکرطیبه ډله اوس هم ازاد فعالیت کوي.

د هند او پاکستان حکومتونو د دې ادعا په اړه، چې په کابل کې روستي بریدونه لشکر طیبه کړی څه ویلي نه دي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG