افغان سناتورانو په هېواد كې د سولې د راوستلو لپاره د افغان دولت له خوا د لندن غونډې ته وړاندې شوې طرحې نيمګړې وبللې او ويي ويل، چې دا طرحې نه شي كولای د سولې هڅې بريالۍ كړي.
مشرانو جرګې د سې شنبې په ورځ په خپله عمومي غونډه كې په کابل کې د وروستيو امنيتي پېښو او د سولې لپاره روانو هڅو ته ځانګړې كړې وه.
د دې جرګې غړو په داسې حال كې، چې په افغانستان كې د روانو نا امنيو ترشا د پاكستان استخبارات ښكيل وبلل، د امنيت د ټينګښت لپاره يي د حكومت هڅې هم غيرې موثره وبللي.
سناتورمحمد حسن هوتك وايي، د حكومت د دې طرحې له مخې افغان مشران يوازې له ټيټ پوړو طالب مشرانو سره د خبرو هڅه كوي، چې كوم ځاى نه شي نيولای.
د مشرانو جرګې ځينو غړو بيا دا ګيله هم كوله، چې دوي افغان ولسمشر ته د سولې د راوستلو لپاره يوه جامع طرحه وړاندې كړې وه، خو د دوى په وينا حكومت ورباندې څه غوږ و نه ګروو.
ښاغلي هوتك د كابل او ځينو نورو ولايتونو وروستيو پېښو ته په اشارې وويل، چې دا په هېواد كې د سولې د هڅو د پاتې راتلو روښانه بيلګې دي او دولت بايد خپلې هڅې جدي كړي.
خو د ولسمشر كرزي يو وياند وحيد عمر په يوه خبري غونډه كې وويل، چې دولت تل د ملي شورا مشورواو سپارښتنو ته درناوى كړى او په راتلوونكي كې به هم دولت د ملي شورا سره په مشوره خپلې هڅې مخ ته وړي.
افغان دولت په وار_وار وسلوالو طالبانو او نورو مخالفينو ته د سولې او پخلاينې د خبرو وړانديز كړى خو وسلوالو طالبانو دا غوښتنې رد كړي او شرط يي دا ايښى چې بايد ټول بهرنيان له افغانستان څخه ووزي.
ولسمشر كرزي په دې وروستيو كې يو ځل بيا د لندن په نړېواله غونډه كې د وسلوالو طالبانو سره د سولې د خبرو طرحه وړاندې كړې.
خو د سياسي چارو څېړونكي وايي، چې د دې طرحې له مخې د ټیټې كچې د طالبانو سره خبرې كېږي، دوي وايي كه طالبانو د مشرانو سره خبرې ونه شي نو د سولې او پخلاينې خبرې بې ارزښته دي.
معصوم ميوند- كابل