د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۲

په كابل كې د الاظهرپوهنتون څانګه فعاليږي


د مشرانو جرګې اداري پلاوي وايي، چې په كابل كې د الاظهرپوهنتون د څانګې له فعالېدو سره به افغان طالب العلمان دې ته اړنه وي، چې د پاكستان په ديني مدرسوكې د دينې زده كړو پرځاى د تشدد زده كړې وكړي.

د مشرانو جرګې دوهم مرستيال محمد علم ايزد يار د سې شنبې په ورځ ازادۍ راډيوته وويل، چې د دوشنبې په ورځ په كابل كې د مصر د سفيراود دې جرګې د مشرصبغت الله مجدي ترمنځ يوتړون لاسليك شو، چې له مخې به يي د مصر په مرسته په كابل كې د الاظهر پوهنتون يوه څانګه پرانیستل كيږي.

ښاغلي ايزديارڅرګنده كړه، چې په كابل كې به د الاظهر پوهنتون په څانګه كې د نوموړي پوهنتون ټول نصاب د مصري او افغان استادانو له خوا تدريس كيږي:

"هغه مدارس چې په پاکستان کې دي بغیرد تروریزم له درس ښودلو نه خالي نه وي او دا پوهنتون چې دلته جوړیږي د افغانستان د امنیت له پلوه ډیرې مثبتې پایلې لري."

په عين حال كې د پوهنې وزارت وايي، چې په كابل كې به د الاظهرپوهنتون په څانګه كې لومړۍ درې سوه تنه زده كړې وكړي او وروسته به دا شمېره څو برابره زياته شي.

د دې وزارت د اسلامي تعليماتومرستيال ډاكټرشفيق صميم ازادۍ راډيو ته وويل، چې دوي هڅه كوي تر څو په نږدې راتلونكې كې د دې مركز څانګې ننګرهار او بلخ ولايتونو ته هم وغزوي.

د ښاغلي صميم په خبره د پوهنې وزارت هلې ځلې كوي تر څو د الاظهرپوهنتون ترڅنګ د نړۍ د نورو اسلامي پوهنتونو څانګې هم په دې هېواد كې فعالې كړي.

د پوهنې وزارت د چارواكو په خبره دا مهال د افغانستان په ټولو ولايتونو كې يو اسلامي دارالعلوم هم فعاليت لري او هڅه كيږي، چې په دغو مركزونو كې زده كوونكو ته په لوړه سطح ديني زده كړې وركړې شي.

افغان حكومتي چارواكي وايي، چې له افغانستان څخه بهر په يو شمېرديني مدرسوكې افغان زده كوونكو ته د ديني علومو پرځاى تشدد ورښوول كيږي اوهغوي ديته هڅول كيږي چې په دې هېواد كې تخريبي او د حكومت ضد فعاليتونه ترسره كړي.

دوي وايي، د دې كار د مخنيوي لپاره هلې ځلې روانې دي ترڅو د دې هېواد په دننه كې د ديني علومو د زده كړې مهم مركزونه جوړ اودې ته ضرورت نه وي چې افغان طالب العلمان د ديني زده كړو لپاره بهرته لاړشي.
XS
SM
MD
LG