د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۷

لاهور محکمه: نېول شوي طالب مشران دې افغانستان ته نه سپارل کېږي


دافغانستان ولسمشر په وروستیو کې له یوې پاکستاني ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي و چې له اسلام اباده به رسما وغواړي څو دغه طالب مشران افغان حکومت ته وسپاري.

د لاهور ایالاتي محکمي فیصله کړي چې دپاکستان حکومت ترهغو نشي کولای د طالبانومشران یوه بل هیواد ته وسپاري څوپه دې برخه کې یې د بشري حقونو د یوه مدافع عریضه فیصله کړي نه وي.

د بشری حقونو دغه مدافع له محکمي غوښتي چې دغه طالب مشران باید د پاکستان د قوانیونو په اساس محاکمه شي ځکه دوی په پاکستان کې نیول شوي دي.

والسټریټ ژورنال ورځپاڼې په دې اړه یو مطلب خپورکړی چې مهمې برخې یې نوریاس نوري را ژباړلي :



د پاکستان یوی محکمې بل هرهیواد ته د هغو افغان طالب قوماندانانو د سپارلو په چاره کې د دې هیواد د حکومت داقداماتو مخه نیولې چې په وروستیو کې د پاکستان د استخباراتو د مامورینو له خوا نیول شوي. ویل شوي چې دغه اقدام ممکن د اسلام اباد او کابل ترمنځ نویو ناندریو ته لاره هواره کړي.

والسټریټ ژورنال ورځپاڼه په دې اړه لیکي، د لاهورد ایالتي محکمې د قضایي هیت مشر قاضي خواجه شریف حکومت ته امرکړی چې طالب مشران دې ترهغو بل هیواد ته نه سپاري ترڅو په دی اړه یی د پاکستان د بشرحقوقو د یوه مدافع دوسیه فیصله کړي نه وي.

خالد خواجه محکمې ته عریضه کړې اوغوښتنه یې کړې چې د طالبانو دغه مشران په پاکستان کې نیول شوي او باید د پاکستان د قوانینوپه اساس محاکمه شي.

د لاهور محاکمه به د مارچ په پنځلسمه نیټه پردې دوسیې بیا غورکوي.

د پاکستان محکمې دغه فیصله د جمعې په ورځ هغه مهال وکړه چی دافغانستان ولسمشر حامد کرزي له پاکستاني نیوز ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، حکومت به یې په پاکستان کی د نیول شویو طالب مشرانو د ورسپارلو لپاره اسلام اباد ته رسمي غوښتنه واستوي.

د پاکستان استخباراتي ادارو دامریکا د استخباراتو په مرسته په وروستیو کې د عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو د قیادي شورا د غړیو په ګډون د طالبانو شپږ مهم چارواکي ونیول.

د نیول شویو کسانو په ډله کې د ملاعمرمرستیال ملاعبدالغني برادر هم شامل دی چې د پاکستان په کراچۍ ښار کې نیول شوی دی.
د هغه له نیول کیدو وروسته د طالبانو څو نورقوماندانان چې په کې د طالبانو د رژیم د دفاع مرستیال وزیر مولوی عبدالکبیر هم شامل دي ونیول شول.

یوپاکستاني لوړرتبه چارواکي چې د دغو نیونو په اړه معلومات لري وایي، د طالبانو شپږ مشران د پاکستان د کورنیواستخباراتو په توقیف کې دي.

د توقیف شویو په ډله کې طیب پوپلزی چې ویل کیږي د ملاعمر نژدې همکاردی هم شامل دی.

د پاکستان له نیوز ورځپاڼې سره په مرکه کې ولسمشر کرزي ویلي و چې حکومت به یې ډیر ژر له اسلام اباده رسمي غوښتنه وکړي چې افغان حکومت ته ملابرادر او نورنیول شوي طالب قوماندانان وروسپاري.

کرزی وویل نیول شوي طالب مشران افغانان دي او په همدې خاطر سرنوشت یې باید په افغانستان کې تعین شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر مخکې ویلی وو چې که د ملابرادر د سپارلو لپاره کابل رسمی غوښتنه وکړی نود پاکستان حکومت به پری غوروکړي.

د رحمان ملک له دې څرګندونو څو ساعته وروسته د کورنیو چارو وزارت په یوې خپرې کړې اعلاميې کې وویل چې طالب مشران به دې هیواد ته د غیرقانوني ننوتو په خاطر محاکمه شي.
XS
SM
MD
LG