د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۷

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ښځینه پولیسود زیاتوالي لپاره هڅې کوي


د افغانستان د كورنيو چارو وزارت غواړي په راتلونكو درېو كلونو كې په افغانستان كې د ښځينه پوليسو شمېر شاوخوا پنځو زرو ته لوړ كړي، چې دم ګړۍ په ټول هېواد كې اوه سوه ښځينه پوليسي فعاليت كوي.په افغانستان کې ښځې په اسانۍ د پولیسو په لېکو کې خدمت ته زړه نه ښه کوي .

د دغه وزارت د ښوونې او روزنې ریيس ګل نبي احمدزي له ازادۍ راډيو سره په يوه ځانګړې مركه كې وويل، كه څه هم اوس مهال په ټول هېواد كې اووه سووه ښځينه پوليس لري خو د ده په وينا دا شمېر ښځينه پوليس د دوي په دندو كې شته اړتياوى نه شي پوره كولای:

"په اوسني حالت کې د ښځینه پولیسو کچه زموږ د پولیسو په صفوفو کې کمه ده او اوس زموږد ښځینه پولېسو شمېره ۷۰۰تنو رسیږي،چې هغه په مرکز او ولایاتو کې دي او دا چې د وزیرصیب په امر چې باید موږ په راتلونکو درېو کلونو کې ۵۰۰۰تنو پولیسې باید ولروچې په اوس وخت کې زیات ضرورت ورته لیدل کیږي."

ښاغلي احمدزي وويل، چې دوي نه يوازې د ښځينه پوليسو د روزنې او اوسېدو په برخه كې پراخ امكانات په پام كې نيولي، بلكه تر روزنې وروسته دوي ته په خپلو سيمو كې د فعاليت زمينه هم برابر وي.


خوښاغلي احمدزې په خپلو خبرو كې د ښځينه پوليسو د جلب او جذب په برخه كې ځينو شتو ستونزو ته په اشارې وويل، چې په هېواد كې موجود دودونه يو هغه اساسي خنډ دی، چې د پوليسو ليكو ته د ښځو د ورتګ مخنيوې كوي.

پشتون هم، چې د كابل په ښځينه بڼ كې د پوليسي په توګه دنده ترسره كوي دا ستونزې تايدوي، خو له خلكو غواړي، چې بايد د پوليسو ليكو ته د ښځو د ورتګ په وړاندې خنډ نه شي:

"له يو كال راهيسي د پوليسۍ دنده تر سره كوم زه له خپلي دندې ډيره خوشحاله يم خو له كورنيو مې دا غوښتنه ده چې د پوليسو ليكو ته د خپلو لوڼو د ورتګ مخنيوى ونه كړي ترڅو هغو هم د هېواد په جوړولو كې مرسته وكړي."

د كورنيو چارو وزارت د ښوونې او روزنې ريس وايي، اوس مهال دوي د ښځينه پوليسو د كموالي له امله د جرمونو د مخنيوي، د تحقيق، د كورونو په تالاشي او په نورو امنيتي دندو كې له ګڼو ستونزوه سره مخ دي.

هغه دا هم وويل، چې دوي له ښځينه پوليسو څخه د جګړې په ډګر كې نه بلكه د اداري چارو په سمباولو او ځينو نورو ملكي برخو كې كار اخلي.

له شته ستونزو سره سره د كورنيو چارو وزارت وايي، چې د ښځينه پوليسو د جلبولو لپاره يي هڅې روانې دي او هڅه كوي، چې د پنځو زرو ښځينه پوليسو اړتيا تر ټاكل شوي نېټې پورې پوره كړي.
XS
SM
MD
LG