د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۴۸

د کندهار د اطلاعات او فرهنګ ریس عبدالمجید بابي د وسلوالو له خوا ووژل شو


د كندهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ ريس عبدالمجید بابي
د كندهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ ريس عبدالمجید بابي
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، په جنګ كې له ښكيلو ټولو خواو څخه وغوښتل چې، د خبريالانو ژوند ته دى پاملرنه وكړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت مرستيال دين محمد مبارز راشدي، د كندهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ د ريس عبدالمجيدبابي له وژل كېدو وروسته ازادۍ راډيو ته وويل، چې د بابي وژنه د هېواد فرهنګيانو او ژورناليستانو ته يوه لويه ضايعه ده. ښاغلي راشدي وويل:

"څوك، چې د خبر رسولو په برخه كې كاركوي، د افغانستان دښمنان هم بايد له هغوي سره زياتی ونه كړي، ځكه چې ژورناليستان د حقيقت پلويان او نور خلك هم په حقيقت پوهوي او هيچاته زيان نه رسوي، موږ دا يوه ضايعه ګڼو."

د كندهار ولايت امنيتي چارواكو ويلي، عبدالمجيد بابي د چهارشنبې په ورځ په داسې حال كې له كوره د دفترپه لور روان و، دوو وسلووالو پرې ډزى كړي او وژلي يي دي.

امنيتي مسئولينو ويلي، چې بريدكوونكي د پېښې له ځايه تښتيدلى دی.

د كندهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ ريس، په هغه بريد كې هم ټپي شوی چې څه موده مخكې د اطلاعاتو او فرهنګ پر پخواني وزيرعبدالكريم خرم د كندهار په ولايت كې ترسره شوی وو.

د افغانستان د ژورناليستانو ملي اتحاديي، دعبدالمجيد بابي وژنه يو جنايت وګاڼه.

د دې اتحاديي ريس عبدالحميد مبارز ازادىراډيو ته وويل، چې دا ډول تروريستي بريدونه نه شي كولاى چې په هېواد كې د ژورناليستانو د فعاليتونو مخه ونيسي.

ويل كيږي، چې بابي له اتو كالو راهيسي د كندهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ ريس وو. او د څو كتابونو خاوند هم و.

دا لومړى ځل نه دى، چې په هېواد كې يو ژورناليست وژل كيږي بلكه له دې مخكې هم يوشمېر خبريالان د خبر جوړولو پرمهال د وسله والو له خوا نيول شوي او بيا وژل شوي دي.

راپور : خان محمد(سيند)
XS
SM
MD
LG