د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۲:۵۹

د جندوالله په نامه د وسلوالې سني ډلې مشر عبدالمالك رېكي ونيول شو


د جندالله په نوم د ایران د سني وسلوالې ډلې مشر عبدالمالک ریګي

د ايران دولتي خبري اژانس د سه شنبې په ورځ خبر خپور كړ، چي د جندوالله ډلې مشر يې د ايران په ختيځ ولايت سيستان بلوچستان كې نيولى دى، ځينې ناتاييد شوې سرچينه وايي چي هغه د پاكستان په بلوچستان كې نيول شوى او بيا ايران ته انتقال شوى دى.

عبدالمالك رېكي چي په ملا مالك مشهور و، په خپله مركه كې ويلي چي دوى سيستان بلوچستان له ايرانه بېلول نۀ غواړي، خو وايي د ايران حكومت چي له مظلومو بلوڅانو سره د ميرې مور چلند كوي، د هغوى ژبې ته په سپكه سترګه ګوري او ظلم پرې كوي، نو دوى به يې تل پر ضد وسلواله مبارزه كوي:

((كله چي موږ ظلم، بې عدالتي او نابرابري په خپلو سترګو، دماغو او ټول وجود احساس كړه چي دا له موږ سره څۀ كېږي او يو ظالم حكومت د خپلو ګټو لپاره څنګه زموږ قوم ختموي، زموږ سني مذهبي هويت ختموي او تر پښو يې لاندې كوي، نو موږ دا نۀ شواى زغملاى او له مجبورۍ مو وسلوال فعاليت پيل كړ))

د جندوالله پر وسلوالې ډلې دا تور هم و، چي ګواكې دوى له القاعده او د پاكستان له ځينو مذهبي ډلو سره هم اړيكي لري او د هغوى په مرسته او ملاتړ په ايران كې وسلوال فعاليت كوي، خو د جندوالله ډلې مشر عبدالمالك رېكي په خپله يوه مركه كې دا تورونه بېځايه بللي وو:
رېكي
((موږ مخكې هم دا هر څه رد كړي دي، چي موږ له سپاه صحابه، لښكر جنګوي، القاعده او طالبانو سره هيڅ روابط نۀ لرو، نه مو پخوا ورسره لرل او نه يې اوس ورسره لرو))

د جندوالله ډله د ګڼ شمېر ملكي بېګناه ايرانيانو په وژلو هم تورنه ده، خو د دې ډلې مشر عبدالمالك رېكي دا تور ردوي او وايي چي دوى هيڅكله هم د خپلو وسلوالو فعاليتونو په ترڅ كې د ايران ملكي خلكو ته تاوان نه دى رسولى:

((موږ خپله ليكلې پوځي تګلاره او اصول لرو، د دې لپاره چي زموږ په جګړو كې ولس ته زيان ونه رسېږي، نو موږ ملكي خلك هيڅكله نۀ په نخښه كوو، څه كه هغه شعيه وي او كه غيربلوڅان وي، زموږ هدف يواځې ايراني پوځيان، كمانډويان او ملېشه دي او هغه څوك موږ خپل دوښمنان بولو او په ضد يې جنګېږو چي زموږ په خلاف له حكومت سره مرسته كوي))

رېكي وايي د ايران حكومت غواړي چي ايراني بلوڅان په اقليت كې وساتي او دوى هيڅ وخت د خپلو حقوقو غوښتنه ونه كړي، وايي كه موږ څۀ وايو نو حكومت مو اعداموي، چي وايي دا ظلم دى او د ظلم په وړاندې پټۀ خوله څنګه پاته شوي واى:

((د عدالت مانا دا ده چي ولس دي سره برابر وي كه هغه شعيه وي او كه سني، حكومت پروپاګند كوي چي عبدالمالك د شعيه ګانو مخالف دى، زۀ د شعيه ګانو مخالف نه يم او نه د هغوى خلاف جنګېږم او نۀ زه د فارس مخالف يم، موږ غواړو چي څومره ملي او مذهبي حقوق په ايران كې يو غيربلوڅ او يو شعيه ته وركول كېږي، هغه بايد يوۀ سني او بلوڅ ته هم وركړل شي))


د ايران د زاهدان اوسېدونكى ۲۸ كلن عبدالمالك رېكي لومړنۍ زدكړې په زاهدان كې تر سره كړې وې او بيا يې د پاكستان د كراچۍ ښار په بېلابېلو ديني مدرسو كې ديني زدكړې هم كړې وې، له هغه وروسته رېكي په ۲۰۰۲م كال كې د جندوالله په نامه د دېرشو تنو ايراني سني بلوڅانو يوه ډله جوړه كړه، چي وايي لومړى يې له سوله ييزې لارې د خپلو حقوقو لپاره مبارزه كوله او د ديني عالمانو په واسطه يې كوښښ وكړ چي د دوى حقوقو ته دي درناوى وشيو خو وايي چي ايراني حكومت يې خبره ونه منله نو د هغوى په ضد يې وسلوال فعاليت پيل كړ، د سه شنبې په ورځ د ايران خبري اژانس ارنا خبر خپور كړ، چي د جندوالله مشر عبدالمالك رېكي نيول شوى دى.
XS
SM
MD
LG