د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۷

پتمن:په مورنۍ ژبه زده کړه دې عامه شي


د افغانستان د پوهني وزارت وايي، چې دوي زده كوونكو ته په مورنۍ ژبه د زده كړو زمينه برابره كړې او لا هم په دې اړه ډيري هڅي كوي.

د دې وزارت چارواكي وايي، چې دوي د هېواد د رسمي او ملي ژبو د پياوړتيا لپاره كوټلي ګامونه اخيستي او په بېلابېلو سيمو كې يي زده كوونكو ته په مورنۍ ژبه د زده كړې زمينه برابره كړې ده.

د افغانستان د پوهنې وزارت تدريسي مرستيال محمد صديق پتمن وويل، چې د لومړي ځل لپاره يي د لومړنيو ښوونځيو له لومړي څخه تر 6 ټولګي پورې كتابونه په پښتو او دري ژبو چاپ كړي او زده كوونكو ته يي ويشي.

د افغانستان په اساسي قانون كې هم په مورنۍ ژبه په زده كړو ټينګار شوى دى، چې دا د نړېوالو اصولو سره برابره خبره ده.
د افغان كلتوري ټولنو د جرګې غړى اميرجان وحيد احمدزي


افغان ژب پوهان وايي، چې افغانستان د بېلابېلو قومونو او ژبو څخه جوړ شوى دى او د دوى په وينا كه په هره سيمه كې د سيمي د خلكو په ژبه زده كوونكو ته زده كړه وركول شي نو د هېواد بېلابېلو خلكو ته به د پرمختګ لارې خلاصي شي.

د افغان كلتوري ټولنو د جرګې غړى اميرجان وحيد احمدزي وايي، چې د تېرو درېو لسيزو په نړېوالو علمي څېړنو كې چې د مورنۍ ژبي په اړه شوي راغلي كه د ښوونځي څخه د كوچني مورنۍ ژبه وايستل شي دا په دې مانا ده چي ماشوم له ښوونځي څخه و ايستل شو.

د افغان كلتوري ټولنو د غونډي په پاى كې په يوه پرېكړه ليك كې غوښتنه وشوه، چې بايد افغان دولت، ملګري ملتونه، ملي شورا او ټولې رسنۍ د هېواد د ملي او رسمي ژبو د پرمختګ لپاره په مساوي توګه كار وكړي.

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، چې د هېواد د ملي او رسمي ژبو د زده كوونكو لپاره د كتابونو چاپ روان دى.

د كب دوهمه يا د فبروي 21مه هر كال په نړۍ كي په مورنۍ ژبه د زده كړي د ورځې په توګه لمانځل كېږي.

معصوم ميوند -كابل
XS
SM
MD
LG