د بازار د اقتصاد په اړه د ولايتي شوراګانو د غړو د پوهاوي په برخه كې يوسمينار جوړ شوی، څو دغه وكيلان بيا په دې برخه كې اړوندو ادارو ته لازمې سپارښتنې وكړي.
په دغه يوه ورځني سيمنار كې چې د يكشنبې په ورځ په كابل كې جوړ شوي و، په كې د كابل د ولايتي شورا يوشمېر غړو ګډون كړی و او د ازاد بازار په ګډون په كې په يوشمېر مهمو اقتصادي برخو باندې بحث او خبري اتري وشوې.
دغه سمينار د متحده ايالاتو د تجارتي خونې د يوه دفتر چې سايپ نوميږي جوړ شوی و او په دغه دفتر كې د ولايتي شوراګانو مسول مطيع الله مراد ازادي راډيو ته د دغه سيمنار د هدف په اړه داسې وويل:
"په دغه سیمنار کې کوښښ شوی، چې وکیل صاحبان د خپلې څلور کلنې په دوره کې د بازار د اقتصاد د بعضې مفاهیمو سره بلد شي او په عین وخت کې دوی د ښې حکومت دارۍ د ځینو اساساتو په اړه هم معلومات پیدا کړي او د مالیاتو په اړه هم یو څه معلومات ولري."
نوموړي زياته كړه، چې ورته روزنيز پروګرامونه به د افغانستان په ټولو ولايتونو كې ولايتي شوراګانو ته ونيول شي.
د كابل د ولايتي شورا يوشمېر وكيلانو، چې په دغه روزنيز سيمنار كې يې ګډون كړی و هم وويل، چې هڅه به وكړي د سيمنار له موادو په استفادې سره به حكومتي چارواكو ته په ځانګړي توګه د ازاد بازار په برخه كې سلا مشورې وركړي.
د كابل د ولايتي شورا يوه غړې او د نوموړي شورا پخواني ریيس انجنير امير الدين په دې اړه ازادي راډيو ته داسې وويل:
"د دولت د لاسوهې پرته ازاد بازار ناکام دی، چې د خلکو په ګټه نه دی، حکومت دې ته مجبور دې چې ازاد بازار کنټرول کړي او جدي پاملرنه ورته وکړي، که چېرې پاملرنه ورته ونه کړي انارشي رامنځ ته راځي، خلک خپه کیږي قیمتونه مختلف کیږي، چې د خلکو په تاوان تاممیږي.
موږ به دولت سره مشورې کوو او نظرونه به ورکوو، چې خلک له ازاد بازار څخه ناراضه دي او موږ دولت ته یواځې مشورې ورکولای شو."
په افغانستان كې د ازاد بازرا سيسټم د طالبانو د رژيم له پرزېدو وروسته رامنځته شوی دی.
كه څه د ازاد بازار سيستم په يوشمېر مخ پر ودې هيوادونو كې مثبتې پايلې درلودې خو په افغانستان كې پرې بيا ډيري وخت انتقادونه كيږي او اقتصادي كارپوهان وايي، هغه ځكه چې يوشمېر محدودو سوداګرو د ټول بازار كنټرول ترلاسه كړي، چې اكثرا بې كيفيته مالونه واردوي او بيا يې په ډيرې لوړي بيې څرنګه چې يې زړه وغواړي پر خلكو خرڅوي او له همدې امله تري خلك سرټكوي.
خو د افغانستان د مالي اود سوداګري د وزارتونو چارواكي وايي، چې د ازاد بازار په سيسټم سره اقتصاد وده مومي او دوی هڅه كوي چې دغه سيسټم په غوره توګه پلي شي.
مجاهد جواد