د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۰

د ايران د لانجمن اټومي پروګرام په اړه د م.م نوى راپور خپور شو


د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ ادارې، د پنج شنبې په ورځ د لومړي ځل اندېښنه وښوده چې ښايي ايران داسې فعاليتونه وکړي، چې هدف يې د اټومي وسلو د ظرفيتونو پراختيا وي. ايران وايي دغه پروګرام يې سوله ييز هدف لري. دغه نوى راپور د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ته سپارل شوى او ډېر ژر به ورباندې جدي بحثونه وشي. د

ازادۍ راډيو د خبر مرکزي څانګې په دې اړه يو راپور برابر کړى، چې لنډيز يې دلته لولئ:

د ملګرو ملتونو دغې ادارې په خپل يوه نوي برابر شوي راپور کې چې په دې وروستيو کې خپور شوى، ويلي، ايران د ځينو اسنادو په اړه هغو پوښتنو ته تر اوسه ځواب نه دى ويلى، چې ښيي دغه هېواد د خپلو اټومي وسلو توليد زيات کړى او دغه هڅې يې اوس هم روانې دي.

ايران، چې وايي د اټومي پروګرام ټول فعاليتونه يې سوله ييز دي، د ملګرو ملتونو د دې ادارې دا وروستى راپور رد کړى او ويلي يې دي، د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د ادارې په راپور کې له جعلي اسنادو څخه استفاده شوې ده.

په دې راپور کې، چې د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د ادارې د مشر يوکييا امانو، لومړنى راپور دى، ويل شوي، چې د ايران د اټومي وسلو فعاليتونه له ٢٠٠٤م کال راهيسې ادامه لري.

په دې راپور کې د امريکا د استخباراتي ادارې د ٢٠٠٧م کال له هغې ارزونې سره ټکر ليدل کېږي، چې ويلي يې وو، ايران د اټومي وسلو جوړول په ٢٠٠٣م کال کې بند کړي.

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ ادارې منلې چې ايران د لومړي ځل لپاره شل فيصده غني شوي يورانيم توليد کړي.

کېدى شي دغه راپور د ايران د حساس اټومي پروګرام په اړه ځينې اندېښنې او تشويشونه زيات کړي. د سپينې ماڼۍ وياند، رابرټ ګېبس وويل، دغه راپور ښيي چې د ايران حکومت خپل نړيوال مکلفيتونه نه دي ترسره کړي.

خو د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ په اداره کې د ايران استازي علي اضفر سلطاني، د ايران دولتي اژانس ته ويلي، د ايران اټومي فعاليتونه سوله ييز دي او ويلي يې دي، دغه پروګرام کوم پوځي هدف نه لري:

”زما پيغام په يوې ساده پوښتنې پيلېږي او هغه دا چې، نړيواله ټولنه بايد يوه ساده پوښتنه مطرح کړي، په ملګرو ملتونو کې د يوه غربي هېواد له خوا داسې يو جنجال جوړول څه هدف لرلاى شي؟“

يوه لوېديځ ډيپلومات نيويارک ټايمز ورځپاڼې ته په خبرو کې د دې نوي راپور ستاينه کړې او ويلي يې دي، اوسنى راپور له هغه راپور سره توپير لري، چې د اټومي انرژۍ د ادارې پخواني مشر، محمد البرادعي ليکلى و.

دغه راپور چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ته سپارل شوى، تمه کېږي راروانه اوونۍ د دې سازمان د مشرانو په بورډ کې ورباندې خبرې وشي.
XS
SM
MD
LG