د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۰

پاکستان وايي د طالبانو نور مهم قومندانان یې هم نېولي دي


د پاکستان داستخباراتو چارواکي وایي چې په کراچۍ ښار کې د طالبانو د مهم قوماندان ملاعبدالغني برادر له نیونې وروسته یې دامریکا د استخاراتي چارواکو په مرسته پرون او وړمه ورځ د یولړ عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو څو نورمهم قوماندانان او د اسامه بن لادن نژدي همکاران نیولي دي. دوی وايي د درې جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې یې لس تنه نېولي .

ملا عبدالغني برادرچې د طالبانو د مشرتابه مرستیال ګڼل کېده، روانه میاشت په کراچۍ کې نیول شوی و.

خو اوس د پاکستان یو شمیر استخباراټي چارواکي چې د نومونو له څرګندولو یې ډه ډه کړې اسوشیتید پریس ته ویلي چې د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو په کراچۍ ښار کې د عملیاتو په ترڅ کې داسامه بن لادن د همکارانو په شمول د طالبانو څه باندې لس مهم قوماندانان نیول شوي.

تردې وړاندې په دې ښارکې، په افغانستان کې د طالبانو د دوو والیانو د نیول کیدو خبر ورکړل شوی و.

د پاکستان د استخباراتو دادارې یوه چارواکي اسوشتید پريس اژانس ته وویل چې له ملا برادر څخه ترلاسه شویو معلوماتو په دغو نیونو کې مرسته کړې ده.

د پاکستان د استخباراتو چارواکي وایي چی په دغو نیونو کې امریکایي چارواکو مهم رول لوبولی دی.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جیف موریل وویل متحده ایالات په پاکستان کی له وروستیو نیونو راضي دي.

موریل داونه ویل چې دغه نیونې د استخباراتوپه برخه کې دښې همکارۍ نتیجه ده او که د پاکستان له خوا په دې برخه لیوالتیا زیاته شوې ده.

هغه دومره وویل چې دپاکستان حکومت او ددې هیواد استخباراتي ادارو دا حقیقت درک کړی چې سخت دریځو وسلوالو پخپله پاکستان هم له ګواښ سره مخامخ کړی دی.

د غزنی ولایت یوه قومی مشر ملامحمود اسوشتید پریس ته ویلي چې د نیول شویو کسانو په ډله کی د بن لادن همکار امیر معاویه چې په پاکستان کې د القاعده د ډلې د بهرنیو سخت دریځو د چارو مسول وو او اخوند زاده پوپلزی چې په محمد یونس مشهوردی او یووخت دطالبانو په واکمنی کې دزابل والي وو، شامل دي.

پاکستانی چارواکو ویلي په کراچۍ د نورو نیول شویو کسانو په ډله کې دافغانستان د پخواني پوځي او په هلمند کی دطالبانو دواکمنۍ په دوره کی د پوځی چارو دقوماندان حمزه او په قبایلی سیمو کی د چیچنیا او د تاجکستان له سخت دریځو سره د ارتباطی شخص ابو ریاض الزرقاوی نومونه اخیستي دي.

لس دولس ورځې وړاندې په پاکستان کی د طالبانو دوه مهم قوماندانان د کندز او بغلان ولایتونو لپاره د طالبانووالیان هریو ملاعبدالسلام او ملا محمد هم نیول شوی و.
XS
SM
MD
LG