د افغانستان دمدني ټولنې او د بشر د حقونو یو شمیر فعالینو له مـسوولو چارواكو څخه په كلكه غوښتي، چې د هلمند ولايت د مارجې په عملياتو كې دې ، د ملكي خلكو ژوند ته پاملرنه وكړي.
دا ټولني وايي، چې په جګړه كې ښكېلې خواوې بايد، د بشر د حقوقو له اصولو څخه هېڅ ډول سرغړونه ونه كړي.
د افغانستان مدني ټولنې او د بشر د حقونو كاركوونكي، له حكومت څخه دا هم غواړي، چې ډير ژر دې د علمياتو سيمې ته يو پلاوى واستوي ترڅو د جنګ له قربانيانو او بې كوره شويو سره لازمې مرستى وشي.
د مدني ټولنو او د بشر د حقونو د ادارو د هم اهنګى مسوول محمد نعيم نظري ازادي راډيو ته وويل، چې كه افغان حكومت د دوی غوښتنې ونه مني، دوى به د نړيوالو ادارو دروازى هم وټكوي.
"ملي او نړيوالو ځواكونو د عملياتو څخه دمخه، د سيمې له خلكو وغوښتل، چې سيمه دى پريږدي، خو دا يې ورته ونه ويل چې په څه ډول او چېرې ولاړ شي؟
دا لارښوونه ورته ونه شوه او د همدې له امله ورته زيانونه واوښتل. كه زموږ غوښتنې بې ځوابه پاتې شي، موږ به خپل غم د مطبوعاتو او نورو لارو څخه نورو ادارو ته هم ورسوو."
دې ادارو په هېواد كې د ملګروملتو د سازمان له دفتر څخه هم غوښتي، چې د هلمند په ولايت كې دې زيانمن شويو ته د مرستو رسولو پروګرامونه تنظيم كړي.
د هلمند ولايت د مارجې په ولسوالۍ كې د وسله والوطالبانو پرضد عمليات
د رواني اوونۍ په سر كې پيل شوي دي او ويل كيږي، چې تراوسه پورې د مارجي او نادعلي ولسواليو په سلګونو كورنيو سيمه پرې ايښې ده.
په افغانستان كې د ناټو د ځواكونو عمومي قوماندان مك كرېسټل وايي، چې د افغانستان جمهور ريیس حامد كرزي سپارښتنه كړې ده، چي په عملياتو كې دې د خلكو ژوند ته پوره پاملرنه وشي:
"لومړى خبره، چې درته كوم يې دا ده، چې د افغانستان د جمهور ریيس لومړى هدايت دا و، چې په عملياتو کې ترټولومهمه خبره د ملكي خلكو د ژوند ساتل دي.
بله دا چې داعمليات د افغانانو په مشرۍ ترسره كيږي او موږ يې يوه برخه يوو، موږ د افغانانو په ميړانه وياړو."
د افغانستان مدني ټولنې انديښمنې دي، چې دا عمليات اوس هم روان دي، او كه له احتياطه په كې كار وانه خيستل شي، ممكن نورو ملكي خلكو ته هم زيان ورسيږي.
ويل كيږي، چې د شنبې له ورځې راهيسې د مارجې او نادعلي په ولسواليو كې د عملياتو په لړ كې، شاوخوا شل تنه ټپيان او وژل شوي دي.
مدني ټولنه: هلمند کې دې د ملکیانو خوندیتوب باوري شي

د افغانستان مدنى ټولني او د بشر د حقونو كاركوونكي وايي، چې د هلمند په عملیاتو کې دې د ملکي خلکو خوندیتوب ته پاملرنه وشي. د هلمند ولايت د مارجى په ولسوالۍ كې، د تيرې شنبې له ورځې راهيسې د وسله والو مخالفينو پرضد عمليات روان دي او ویل کېږي چې ملکیانو ته هم په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.