د امریکا ولسمشر بارک اوباما نن په سپینه ماڼۍ کې له خپلو لوړ رتبه چارواکو سره په غونډه کې د افغانستان لپاره د خپلې نوی ستراتیژی او په دې هېواد کې د وسله والو طالبانو پرضد د روانو پوځي عملیاتو په اړه، چې دی هېواد ته د اضافی سرتېرو له استول کېدو وروسته لومړني پراخ عملیات دي، خبرې کوي.
په دې غونډه کې د امریکا مرستیال ولسمشر جوبایډن، د دفاع وزیر رابرت ګیتس، د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلینټن او د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال ډیوید پترویس ګډون کوي.
په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان سټینلي مک کریسټل او په کابل کې د امریکا سفیرکارل ایکن بیري د ويډیو له لارې په دې غونډه کې برخه اخلي.
د سپینه ماڼۍ دا غونډه په داسی حال کې جوړیږي، چی ویل شوي چې د طالبانو مهم قوماندان ملاعبدالغني مشهور په ملا برادر د امریکا او د پاکستان د استخباراتو دا دارو د ګډې همکارۍ په نتیجه کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې نیول شوی دی.
امریکایي مقاماتو که څه هم د سخت دریځو وسله والو پرضد مبارزه کی د پاکستان د استخباراتي ادارې د همکارۍ ستاینه کړې، خو د ملابرادر د نیول کېدو په اړه یي څه نه دي ویلي.
د سپینې ماڼۍ ویاند رابرت ګیبس وویل، پاکستانیانو د خپلې خاورې دننه تهدېدونه درک کړي او په وړاندې یي مناسب اقدام کړی دی.
د امریکا خبري رسنۍ وایي، چې واشنګټن او اسلام اباد د ګډو فعالیتونو په ترڅ کې په دې وتوانیدل، چې د طالبانو نظامي قوماندان او د ملاعمر مرستیال ملابرادر په کراچی ښار کې ونیسي.
د سیاسي کتونکو په وینا که د ملابرادر د نیول کېدو خبر سم وي، هغه به په افغانستان کې پر وسله والو مخالفینو سخت ګذار وي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ګوردن دوګاید په یوه جلا خبرې کنفرانس کې وویل، د تروریزم پرضد مبارزه کې بریالیتوبونه د دې خبری ښکارندویي کوي، چې په دی برخه کې د امریکا او د پاکستان ترمنځ همکارۍ اوهڅې زیاتې شوي دي.
هغه زیاته کړه د امریکا متحده ایالات او پاکستان پرامینتي او د تروریزم په وړاندې مبارزه کې، چې دواړو هېوادونو ته یي ګواښ متوجه کړی، له نژدې کار کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل، موږ د پاکستان له حکومت سره نژدې اړیکي لرو او له هغوي سره به نژدې کارته دوام ورکړو څو د سخت دریځو په وړاندې مبارزه په ښه ډول پرمخ لاړه شي او زموږ ټولنې د تروریستانو له بریدو څخه خوندي شي.