د افغانستان د طبي پوهنتون چارواكي وايي، چې د زړه د ناروغيو د تشخصيه مركز په جوړېدلو سره به د ګڼ شمېر هغو افغانانو ستونزې هوارې شي چې د درملنې له پاره له هېواد څخه بهر سفر كوي.
د افغانستان د طبي علومو د پوهنتون ريس پوهاند عبيد الله عبيد د سې شنبې په ورځ د دغه مركز د پرانيستنې پر مهال وويل، چې د دغه مركز په جوړېدلو سره په هېواد كې د زړه د ناروغانو د درملنې لپاره هيلې ډيرې شوې دي:
"تر اوسه پورې، چې د زړه كومې ناروغۍ په هېواد كې تشخصيدلې دا به د شته وسايلو تر حده وې خو اوس به د زړه د ناروغانو درملنه په دغه مركز كې د شته پرمختللو وسايلو په مرسته تر سره كيږي."
په كابل كې د زړه د ناروغيو دغه تشخصيه كلنيك د كاناډا هېواد په مرسته د پنځه سوه زره ډالر په مالي مرسته جوړ شوى دى.
د دغه روغتيايي مركز د ريس عصمت الله نايب خيل په وينا د دغه تشخصيه مركز د جوړولو په برخه كې په كاناډا ميشتو افغان كډوالو هم ډيرې خوارۍ ګاللې دي.
ښاغلى نايب خيل وايي، چې په كومو برخو كې چې دوي اوس امكانات په لاس كې نه لري د نورو په مرسته به د ناروغانو درملنه وكړي:
"موږ د خپلو كاركونكو د كار د توان په اندازه ناروغان منو، كه چېرې موږ پوه شو چې ناروغان هغه ډول درملنې ته اړتيا لري چې دلته يې امكان نه شته نو د ګاونډو
روغتونونو سره په اړيكه كې يو، چې د دغو ناروغانو لپاره په كمو پيسو د عملياتونو اسانتياوې برابرې كړي چې تر عمليات وروسته به بيرته د دغو ناروغانو څارنه پر خپله غاړه واخلو."
د افغانستان د طبي پوهنتون د چارواكو په وينا اوس مهال په دغه تشخصيه مركز كې د ناروغانو درملنه په وړيا توګه ترسره كيږي.
په افغانستان كې د زړه د ناروغانو كچه ډيره ده چې زیاتره يې د درملنې لپاره هند او يا هم ګاونډ هېواد پاكستان ته سفر كوي.
خو د دغو ناروغانو په وينا په بهر هېوادونو كې د زړه د ناروغيو د درملنې توان په ټولو افغانانو كې نشته چې له دې امله زیاتره دغه ناروغان نه شي كولې چې خپل ناروغه زړونه روغ كړي.
دوي وايي، كه چيرې د زړه د نارغيو د درملنې لپاره په افغانستان كې د ننه لازمې اسانتياوې برابرې شي نو افغانان به په پردېو روغتونونو له ګرځيدلو خلاص او په خپله وخت به د خپلو ناروغيو درملنه وكړي.