د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۴۳

ناټو په مارجې کې د ۱۲ ملکي وګړو پر وژلو بخښنه وغوښته


ناټو دهلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د دولسو ملکي وګړو وژنه یوه سهوه بللې او بخښنه یې غوښتې ده.
د ناټو ځواکونو له لوري د هلمند په مارجه کې د طالبانو په لور دوه توغول شوي راکټونه پرون پر یوه کور ولګېدل او په نتیجه کې یې دولس عام وګړي ووژل شول .

له بلې خوا د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې دطالبانو پرضد عملیات روان دي افغان او نړیوال ځواکونه هغه کورونه چې طالبانو بمونه پکې ځای پرځای کړي یو په یو تلاشي کوي.

دې بمونو او ځای پرځای شویو ماینونو د دې ځواکونو چې شمېر یې زرګونو ته رسېږي، د عملیاتو بهیر ټکنی کړی. ګډ ځواکونه د بمونو د موندلو او شنډولو لپاره له خاصو وسایلو او روزل شویو سپو څخه کار اخلي. په دې لړ کې امریکايي ځواکونو د مهماتو زیاته اندازه او داسې مرکزونه هم وموندل چې طالبان اوس اوس ترې وتلي او بمونه یې پکې ځای پرځای کړي وو.

د ناټو چارواکي وايي، د افغانستان لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ د آزموینې په لومړي پړاو کې غواړي د مارجې ولسوالۍ په څو ورځو کې له وسله والو طالبانو پاکه، هلته حکومتي ادارې فعالې او په سیمه کې پرمختیايي چارې پیل کړي.

ناټو په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې په دې ترڅ کې یې د سیمې له اوسېدونکو سره دوه غونډې، یوه په نادعلي کې او بله د مارجې په ولسوالۍ کې کړې دي. د ناټو خبرپاڼه زیاتوي چې د غونډو نتایج ښه وو او د سیمې له خلکو سره نورې غونډې هم په پام کې دي.

د برتانیې د پوځ یوه جګپوړي مقام تورن جنرال ګوردن میسینجر په لندن کې خبریالانو ته وویل چې عملیات بریالي پرمخ روان دي او د وسله والو طالبانو مقاومت ډېر کمزوری دی. خو د طالبانو یوه ویاند رسنیو ته ویلي چې دوی پر مارجې ولسوالۍ لاهم کنټرول لري.

د سپینې ماڼۍ چارواکي وايي چې د امریکا ولسمشربارک اوباما ددې عملیاتو بهیر له نژدې څاري. د سپینې ماڼۍ ویاند ټومي ویټور وویل چې ولسمشراوباما د مارجې د عملیاتو په اړه د وروستیو معلوماتو لپاره له خپل امنیتي سلاکار جنرال جیمزجونز سره وکتل، او د دفاع وزیر رابرت ګېټس به په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال سټینلي مک کریسټل سره یوځای له ولسمشراوباما سره خبرې وکړي.

د امریکايي ځواکونو قوماندانان اټکل کوي چې د شاوخوا سلو بهرنیو جنګیالیو په ګډون به زرتنه وسله وال په دې سیمه کې چې نژدې اتیا زره اوسېدونکي لري، له دوی سره جګړه کوي.

د حکومتي سرچینو په حواله د مارجې په عملیاتو کې ګډونوالو قواوو نیمایي برخه افغان ځواکونه دي.
څارونکي وايي چې ښايي وسله وال طالبان به د خپلو کسانو د ټولولو په فکر کې وي څو په ډېر ځواک ناڅاپه د افغان او نړیوالو ځواکونو په وړاندې مقاومت پیل کړي.

افغان چارواکي همداراز وايي چې د پوځي عملیاتو له پای ته رسېدو سره سم به د مارجې او شاوخوا سیمو د نژدې ۱۲۵ زره اوسېدونکو لپاره پرمختیايي چارې پیل شي.
XS
SM
MD
LG