د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۵۲

هیلري کلېټن خلیج هېوادونو ته سفر وکړ


د امریکا د بهرنیو چارو وزیرېی هیلری کلینټن خلیج هېوادونو ته د سفر په پیل کې نن د قطر مرکز دوها ته ورسیده. کلینټن به د دې هېواد له امیر سره له کتنې سربیره د امریکا او اسلامی نړۍ اوومې غونډی ته وینا وکړي. له هغی وروسته کلینټن سعودي عربستان ته ځي.

امریکایي چارواکي وایي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلینټن به له عربي هیوادونو څخه په کتنه کې هڅه وکړي چې د ایران د اټومي فعالیتونو د پای ته رسېدو لپاره د لویدیځ قدرتونو له هڅو سره د عربي هېوادونو ډيپلوماتیکې هڅې هم یوځای کړي.

چارواکي وایي، کلینټن هیله منده ده، چی قطر او سعودي عربستان ته په دغه درې ورځني سفر کې به د اسرایلو او فلسطینانو ترمنځ د سولې خبروته چې له څه باندې یوه کال راهیسې په ټپه درېدلې، هم د عربو پراخ ملاتړ حاصل کړي.

د رویټرز اژانس د راپور له مخې د امریکا ولسمشر بارک اوباما تراوسه پورې د سولې د خبرو د بیا پیل کېدواو د ایران د اټومي پروګرام د بندلو په کار کې ډېر لږ پرمختګ کړی دی.

ډېرعربي هیوادونه هم د ایران اټومي پرو ګرام ته د شک په سترګه ګوري او ګومان کوي، چې تهران په پټه د اټومي وسلو د جوړولو هلې ځلې کوي.

امریکا پر ایران د ملګروملتونو له خوا د نویو بندیزونو هڅې تیزې کړي دي. د ملګروملتونو امنیت شورا پرایران د اټومي فعالیتونو د نه بندولو په خاطر تراوسه درې ځلې بندیزونه لګولي دي.

ایران وایي، اټومي پروګرام یې د سوله ییزو مقاصدو لپاره دی.

امریکایي چارواکو ویلي، چې د ډیپلوماسۍ په برخه کې یوکار چې سعودي عربستان یې کولای شي دا دی، چې که چین ته ضمانت ورکړي، چې د تېلو اړتیاوې یې پوره کولای شي، ممکن دا کارد دې سبب شي چې پیکینګ پرایران د نورو بندیزونو له لګولو سره لیوالتیا وښیي.

چین چې د ملګروملتونو د امنیت شورا یو دایمي غړی دی له ایران سره د سوداګرۍ په برخه کې پراخې اړیکې لري او له روسیې سره یوځای یې پر دې هېواد د مخکینیو بندیزونو په کار کې ستونزې راولاړې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال جیفري فیلټمن د کلینتن د سفر د پیلیدو په درشل کې خبریالانو ته وویل، چې موږ په دې باور یو چې ټول هېوادنه کولای شي د ایران د اټومي لانجې په وړاندې د دریځ له پیاوړي کېدو سره مرسته وکړي او زیاته یې کړه، چې سعودي عربستان او چین هم په وروستیو کې خپل ترمنځ ډيپلوماتیکې او د سوداګرۍ اړیکې پراخې کړي دي.

هغه وویل، موږ له سعودیانو څخه تمه کوو چې له دغه سفر او خپل منځي اړیکو څخه په استفادې په یوه ډول پرایران د نړیوالو فشارونو له زیاتېدو سره چې تهران یې احساس کړای شي مرسته وکړي.

یوه بل امریکایی ډيپلوماټ چې خپل نوم یې نه دی ښودلی، دې اژانس ته وویل چې دوی په دې عقیده دي، چې سعودي عربستان چین ته د تیلو د اړتیاوو په تضمینولو کې یولړاقدامات کړي خو په دې اړه یې نور جزیات ورنه کړل.

کلینټن به په دې سفر کې نن د قطر له صدراعظم شیخ حمد بن جاسیم الثانی سره وګوري او سباته به د سعودی عربستان له پاچا عبداله سره کتنه وکړي.

کلینټن نن په قطر کې د دې هېواد له مشرانو سره له کتنې سربېره د امریکا او اسلامی نړۍ یوې غونډې ته، چې د قطر د حکومت او په واشنګټن کې میشت د بروکینګس تحقیقاتي انستیتوت د سابان د منځني ختیځ د پالیسیو د مرکز په نوښت جوړه شوې، وینا وکړي.

کارپوهانو د کلینټن دغه وینا د ولسمشر بارک اوباما له هغی وینا سره پرتله کړې چې په تېر جون میاشت کې یې په قاهره کې وکړه او د امریکا او اسلامی نړۍ ترمنځ د بې باوریو او اختلافاتو د پای ته رسیدو او د اړیکو د ښه کېدوغوښتنه یې وکړه.

که څه هم د اوباما دغه وینا په عربي هېوادونو کې خلکو ډېره وستایله خو ډېر خلک اوس د هغه پروړتیا شک کوي او ګومان کوي چې اوباما ونه شو کولای، چې په لویدیځه غاړه کې د یهودانو د میشت ځایونو د جوړولو مخه ونیسي او نه هم تراوسه په دې بریالي شوی، چې د اسرایلو او فلسطیینانو ترمنځ د سولې خبرې له سره پیل کړي.
XS
SM
MD
LG