د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۰۵

حصاري:په ټولو ولایتونو کې د ښوونکو لپاره د ښار ګوټو د جوړولو سروې روانه ده


د ښاري پراختيا وزارت مرستيال او سرپرست سلطان حسين حصاري
د ښاري پراختيا وزارت مرستيال او سرپرست سلطان حسين حصاري
د افغانستان د ښاري پراختيا او پوهنې وزارتونو چارواكو ژمنه وكړه، چې ښوونكو ته د سرپناه جوړولو او د هغوي د معاشونو د لوړولو لپاره به خپلې هلې ځلې لا ګړندۍ كړي.

دوي دغه څرګندونې د يكشبنې په ورځ په هغې غونډه كې وكړې، چې د ښاري پراختيا وزارت په كې د پوهنې وزارت ته د ننګرهار په خوګياڼيو ولسوالۍ كې د چمتلې او په سرپل ولايت كې د انګشتكه د ښارګوټو د پروژو اسناد وسپارل.

د ښاري پراختيا وزارت مرستيال او سرپرست سلطان حسين حصاري خبريالانو ته وويل، چې دا لړى به په تدريجي توګه دوام وكړي:

"د افغانستان د ښاري پراختيا وزارت په تدريجي توګه بشپړ شوي كارونه د پوهنې وزارت ته سپاري.

له هغو كارونو څخه، چې په ښاري پراختيا وزارت كې زموږ انجنيرانو او متخصصانو تازه ترسره كړي دي، دوه پروژې دي چې يوه يې په ننګرهار پورې اړه لري بله يې په سرپل ولايت پورې."

حصاري وويل، چې د ښاري پراختيا وزارت تراوسه پورې د ۴۵ ښارګوټو سروې كړې او د شاوخوا ۲۴ ښارګوټو بشپړ اسناد يې د پوهنې وزارت ته سپارلي دي.

د پوهنې وزارت مرستيال سليمان كاكړ وويل، چې په لسو ولايتونو كې څه باندې لس زره نومرې ځمكه ښوونكو ته د ويشلو لپاره چمتو شوې ده:

"د سرپناه په برخه كې ډير كار شوى دى، دا كار د څو ادارو په همكارۍ پر مخ ځي، په دې وروستيو كې شاوخوا اوه زرو نه سوو نه شپيته نومرې ځمكې په شپږو ولايتونو كې ښوونكو ته وويشل شوې، اوس لس زرو يو شپيته نومرې ځمكه د ويش لپاره چمتو شوې ده، د دې كار د افغانستان په لسو ولايتونو كې بشپړ شوى دى، كه خداى كولو ويشل به يې هم پيل شي."

هغه وويل، چې دوه څلويښت زره ښوونكي د رتبو او معاشونو په نوي سيسټم كې داخل شوي دي چې د حوت په مياشت كې به د ميزان له مياشتې څخه د رتبو او معاشونو د نوي سيستم له مخې خپل معاشونه واخلي.

كه څه هم چارواكي ښوونكو ته د سرپناه جوړولو او معاشونو لوړولو په برخو كې د جدي هلو ځلو ژمنې كوي، خو يو شمېر ښوونكي بيا وايي چې دوي تراوسه پورې د خپلو پلانونو او ژمنو په عملي كولو كې جدي ګامونه نه دي اخيستي.
XS
SM
MD
LG