د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۴

یکشنبه د فبرورۍ۱۴ مه


نیویارک ټایمز:

مارجه د نوې جګړې مثال دی، د نیویارک تایمز ورځپاڼۍ د وروستې ګڼې د یوې مقالې نوم دی. په سرکې لیکلي، په تېرو اتو کلونو کې امریکایې او ناټو ځواکونو په ښارونو او یو شمېر سیمو کې د طالبانو د لرې کولو لپاره عملیات تر سره کړي، خو هغوي ترشاه، د دې عملیاتو لپاره کافی امنیتي ځواکونه نه لرل، طالبان بیا راغلل او خپلي سیمې یې بیرته تصرف کړې. امریکایي او ناټو ځواکونه هم بیا سیمو ته راتلل او ورته عملیات یې تر سره کړي، لکه چې امریکايي ځواکونو دې تګ او راتګ ته د سبو کولو نوم ورکړي .

دا ځل په مارجي کې امریکایي او افغان ځواکونه وايي، دوې داسي کار کوي چې پخوا یې نه وو کړي او هغه به سیمې ته د حکومت او امنیتي ځواکونو راوستل وي . له دې سره امریکایي او بریتانوي ځواکونه په سیمه کې پاتي شي څو د هغوي ملاتړ وکړاي شي .

د ناټو ځواکونو قوماندان جنرال مک کرستل وايي، موږ له ځانه سره داسی یو حکومت لرو چې په سیمه کې یې ځاي پرځاي کړو.

نیویارک تایمز زیاتوي، په مارجې کې د عملیاتو تر سره کول د پوځې عملیاتو په اړه د یوې نوي نموني وړاندې کول دي، چې د جنرال کرستل د طرحو په بنیاد تر سره کیږي.
او دا د سمبر په میاشت کې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما د پریکړي یوه مقدمه وي، چې د ځواکونو د ډیرېدو په اړه یې کړي وه .

امریکایي او ناټو ځواکونو له بل هر وخته له بل هر وخته د ‎طالبانو د وژنې پر ځای د ملکیانو پر ساتنې یا حفاظت ډیر فکر کوي.

نیویارک تایمز د مقالې په پای کې لیکلي یو لوړ رتبه امریکایي مقام په کابل کې وايي، زموږ سخته اندېښنه طالبان او یا د مارجې د عملیاتو ناکامي نه ده بلکه د هغه په وینا هغه څه، چې ډیر د اندېښنې وړ دي هغه دا دی چې افغانان به په پاې کې په خپلو پښو ونه دریږي.

وال سټریټ ژورنال:

بلې امریکایۍ ورځپانې وال سټریت ژورنال د مارجې د اوږدې لوبې تر سرلیک لاندې تحلیلی مقاله خپره کړې او په پیل کې په مارجه کې د یوه پوځې کار پوه له قوله، چې د مارجې په عملیاتو کې شامل دی لیکي، د جګړې دوام او تر هغې وروسته د ارمۍ لپاره هڅې تر ډیره له دې پوري په سیمه کې له پاتې کېدو او له طالبانو سره له جګړې پورې اړه لري.

په یقین سره مارجه د دې توان نه لري، چې د ځواکمنو بهرنیو ځواکونو په وړاندي مقاومت وکړي.

نو موږ به تعجب وکړو که طالبان په هغه ځای کې له موږ سره جګړه وکړي ځکه موږ پخوا داسی کوم څه له طالبانو نه دي لیدلي او ګمان نه کوو، چې په مارجې کې هم داسی وشي.

وال سټریت ژورنال د مقالې په پاې کې لیکلي، د اوهاېو د پوهنتون پوځې پروفیسور پیتر منصور، چې په عراق کی ېې د جنرال پیتروس د مشارو په توګه کار کاوه وايي، موضوع دا ده چې دلته به زموږ تلفات څومره وي څومره ښاورنه به وران شي په ملکې خلکو به یې تاثیر څه وي او په پای کې وروسته له جګړې به څه وشي. دې څلورو پوښتنو ته ځواب نسبت دې ته، چې څومره طالبان وژل شوي ډیر اهمیت لري.
XS
SM
MD
LG