افغان اونړیوال ځواکونو د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ د محاصرې کړۍ تنګه کړې، د تیښتې لارې یې تړلي او پروسله والو طالبانو د عملیاتو د پیلیدولپاره چې له نهو کالو راهیسې پراخ عملیات بلل شوي تیاری نیسي.
وسله والو طالبانوهم پرون پرهغو جزتامونو د هاوانانو او توغندیو بریدونه وکړل چې د مارجی په څنډوکې یې سنګرونه نیولي دی، ظاهرا طالبان د پراخو عملیاتو له پیلیدو دمخه هڅه کوي چې د ناټوځواکونه دمارجې په څنډو کې په نښتوکې مشغول کړي.
داسوشیتید پريس اژانس دراپور له مخې د امریکا د پلي سمندري ځواکونو د دریم نمبرکنډک قوماندان تورن جوشاو وینفری وویل، طالبان هڅه کوي چې موږ په جګړه کی ښکیل کړي.
ګومان کیږی چې ترزرو پوری وسلوال طالبان به په مارجې کې چې ددوی قوي سنګر بلل کیږی وي. خو سترخطرونه هغه ماینونه او بمونه دي چې په لارو ګودرو او نوروحساسو ځایونوکې ښخ شوي دي.
د پراخوعملیاتو د پیلیدووخت د امنیتی دلایلو له امله پټ ساتل شوی. امریکایي چارواکي دمارجې د نیولو لپاره چې څه کم یو لک نفوس لري، له اونیو راپدیخوا د پراخو عملیاتو د پیلیدو خبره کوي.
د دغو عملیاتو لپاره د تیاریو په ترڅ کې دامریکاد پوځ د پنځم غونډ په مشرۍ افغان اوامریکایي ځواکونه پرون د لشکرګاه جنوب ته لاړل او د مارجې په شمالي څنډه کې له امریکایي پلي سمندري ځواکونو سره یې یوه حلقه ټینګه او پرطالبانو یې د تیښتې اساسی لار وتړله.
دغوځواکونو هواته فیشونګونه فیر کړل څو یوبل ته وښیی چې دوی دوست ځواکونه دي.
د اسوشتید پریس اژانس په وینا امریکایي پلي سمندري او افغان ځواکونو مارجې ته په غزیدلواساسی لاروکې د ځواکونو ځای پرځای کیدل بشپړ کړي دي او طالبانو ته له خلاصی دښتې چې په اسانۍ سره په نښه کیدای شي، بله لار نه ده پاتې.
تر عملیاتو د مخه نښتې
دوو امریکایي الوتکو پرون مارجې ته نژدې د طالبانوپریوه سنګر چې له هغه ځایه یی پرامریکایي ځواکونو ډزې وکړې، توغندی وویشتل. امریکایي پلي سمندري ځواکونو د مارجې په څنډو کې له وسله والو سره ډزې تبادله کړی. د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوی.
د امریکا د پلی سمندری ځواکونو د دریم کندک قوماندان ډګروال براین کریسمس وویل، دا نښتی زما لپاره حیرانونکي نه دي ځکه موږ د دښمن دفاعي سنګرونو ته نژدي شوی یواو پرهغو تعرض کوو.
افغان او ناټو ځواکونه وايي چې دوی غواړي له مارجې څخه ، چې یوه ګڼ نفوسه سیمه ده ،طالبان وباسي او د افغانستان حکومتي اداره پکې فعاله کړي .
طالبان څه وايي؟
له بلې خوا د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چې دښمن له دې عملیاتو غټه مسله جوړه کړې .دوی غواړي چې په دې ډول په رسنیو کې لویه ماجرا جوړه کړي حال دا چې مارجه کوم لوی ښار یا لویه سیمه نه ده او د دښمن عملیات هم دومره لوی نه دي لکه څومره چې یې دوی غټوي.
طالبانو په خپله ویبپاڼه کې ژمنه کړې چې د مارجې دفاع به وکړي .
اووایی چې دوی به د افغان او بهرنیوځواکونوپرضد چریکي جګړه وکړي او د خرپ او ترپ له جګړې به کار واخلي .
د طالبانو ویاند ویلي چې طالبان به د خرپ او ترپ په ترڅ کې د بمونو د اېښودلو له هغه تاکتیکه کار واخلي چې تېرکال یې د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې د بریتانوي ځواکونو د عملیاتو پرضد ترې کار اخیستی و.
له مارجې څخه وتلي ولسي وګړي:
په همدې حال کې له سیمې په سلګونو کورنۍ بې ځایه شوي او ګڼ نور بند پاتې دي .
پرون د سره صلیب نړیوالې کمېټې خبرداری ورکړ چې د افغانستان په جنوب کي د وسله والو طالبانو پرضد د ناټو ځواکونو پراخ عملیات به د ډېرو مرګ ژوبلو سبب شي.
سره صلیب په یوه خپاره کړي بیان کي ویلي چې د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې چې د ناټو او افغان ځواکونو د طالبانو پرضد لومړني عملیات پیل کړي، د زيانونو شمېر زیات شوي او ټپیانو ته روغتیایی خدمات له ډیرو ستونزو سره مخامخ دي.