د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۵۳

په سالنګ كې عامو خلكو او ځينو خيريه موسسو هم ډېره مرسته كړې


له سالنګ څخه په راپورونو كې ويل كيږي، چې د امنيتي ځواكونو ترڅنګ سلګونه سيمه ايز خلك او يوشمېر خيره موسسې هم د ژغورنې په عملياتو كې رغنده ونډه لري. له سالنګونو څخه يوشمېر كسانو ازادي راډيو ته وويل، چې د سيمې سلګونه اوسيدونكې دامهال د ژونديو كسانو د ژغورلو او د مړو په لټه بوخت دي او دوى هره دره چې ګمان كيږي خلك ترواورو لاندې شوي وي لټوي.

له سالنګ څخه د شميم ثاقب په نوم يوه كس په ټلفون ازادي راډيو ته وويل، چې ځينو خيره موسسو هم مرستې ته دانګلي او ده له نورو خلكو او مرسته كوونكو ارګانونو څخه غوښتنه وكړه، چې د سالنګ په سيمه كې له زيانمن شوو كسانو سره لازمې مرستې وكړي:

"د سيمې ډلې ډلې خلك د مرستې او د خداى د رضا په خاطر راغلي او په سالنګ كې د ژغورنې او لټون په عملياتو كې برخه لري.

د پل خاكي په سيمه كې سلګونه كسان چې لومړني وسايل ورسره دي دا مهال په كار بوخت دي، زه له نورو خلكو او خيريه موسسو څخه غواړم، چې سيمې ته راشي او له زيانمن شوو سره مرسته وكړي."

د سالنګونو په سيمه كې د تيرې دوشنبې په ورځ په كابو درې نيم كليو مټره سړك باندې د واورې د ښوېدو له امله لسګونه موټر او سلګونه كسان ترواورو لاندې شول، په دې پېښه كې تراوسه د كابو يوسلواوياو تنو مړي ايستل شوي او لسګونه ټپيان روغتون ته انتقال شوي دي.

كه څه هم په واورو كې د ژونديو كسانو د ژغورنې او د مړو شوو لټون د پوليسو، ملي اردو او نوروحكومتي ځواكونو له خوا كيږي، خو ويل شوي چې په دې لړ كې د عامو خلكو او ځينو خيريه موسسو مرسته او همكاري هم د پام وړه ده.

د بيات خيره بنياد هم د سالنګ په وروستۍ پېښه كې زيانمن شوو ته د مرستې لاس غزولى او ويل كيږي، چې دامهال د دې خيره موسسې يو روغتيايي ټيم هم په سيمه كې د ټپيانو په درملنه بوخت دى.

د بيات د بنياد مرستيال حاجى محمد اسماعيل ازادي راډيو ته وويل، چې دوى د سالنګ له زيانمن شوو سره هراړخيزې مرستې كړي او مرستې به يې دوام وكړي:

"د بيات بنياد په لومړي پړاو كې سالنګ ته خپلې مرستې لكه خوراكي مواد، كمبلې، ژمنۍ جامې او بړستنې ورسولې.

دغه رازمو د پروان په روغتون كې د پيښې له ټپيانو او د مړو شوو كسانو له خپلوانو سره هم نقدي مرستې وكړې، د بيات بنياد روغتيايي مجهزه ډله اوس هم هلته ده او مرسته كوي. د بيات بنياد نورو مرستو ته هم چمتو ده او ورته پوره تيارى لري."

ښاغلي محمد اسماعيل له نورو شتمنو او بډايو څخه هم غوښتنه وكړه، چې په سالنګ او نورو سيمو كې له زيانمن شوو او بې وزلو سره مرسته وكړي او خپل مسووليت د خلكو په وړاندې ادا كړي.

تردې وړاندې هم په افغانستان كې په طبيعي او نورو پېښو كې خلكو او ځينو مرسته كوونكو موسسو او شركتونو په ورته توګه مرستې كړې، چې ښه بيلګه يې د بيات د بنياد او د مشهور افغان سندرغاړي فرهاد دريا هلې ځلې دي.

د بيات خيره بنياد له تېرو پنځو كلونو راهيسې په افغانستان كې له بې وزلو سره د مرستې او د بيارغونې په برخه كې دوامدارې هڅې كړي او فرهاد دريا له څه مودې راهيسې بې وزلو او كونډو ښځو ته بانكي حسابونه پرانيستي دي.
XS
SM
MD
LG